اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير سېنېټر اعظم خان سواتي وئيلي دي پاکستان او افغانستان د رېلوے لنك د لارې يو بل سره د تړلو منصوبه تر اوسه د سي پېك برخه نه ده جوړه كړې شوې٬ تر طورخم د افغانستان څخه د رېل پټلۍ لپاره سروے بشپړه شوې ، د مزار شريف٬ لوګر٬ جلال آباد څخه تر طورخم روټ ته حتمي شكل وركړے كېږي٬ نړيوال بېنك دې منصوبې لپاره 4 اربه 50 کروړه ډالره د وركولو باور وركړے ۔ د شورو په ورځ په سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټرز ذيشان خانزاده، تاج حېدر او سېف الله ابړو د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له مخې پاکستان او افغانستان د رېلوے لنك د لارې يو بل سره د تړلو منصوبه تر اوسه د سي پېك برخه نه د جوړه كړې شوې٬ اېم اېل ون پاکستان د افغانستان سره د تړلو منصوبه مزار شريف۔ پېښور۔ کابل رېل لنك ساتلې شوې كومې لپاره چې په روډ مېپ د وړاندې نه ازبکستان، افغانستان او د پاکستان لخوا لاسليك شوے ۔ ده ووئيل تر طورخم د افغانستان څخه د رېل پټلۍ لپاره سروے بشپړه شوې ، د مزار شريف٬ لوګر٬ جلال آباد څخه تر طورخم روټ ته حتمي شكل وركړے كېږي٬ نړيوال بېنك دې منصوبې لپاره 4 اربه 50 کروړه ډالره د وركولو باور وركړر ۔ دې منصوبې سره به تر مېنځنۍ آسياء د پاكستان رابطه لا ښه شي٬ ده ووئيل په يو دوه اوونيو كښې د مردان نوښار رېلوے لائن به فعاله شي٬ د دې نه علاوه د مردان څخه تر درګئۍ د رېل پټلۍ به هم په دريو مياشتو كښې بشپړه شي
پاکستان او افغانستان د رېلوے د لارې يو بل سره د تړلو منصوبه تر اوسه د سي پېك برخه نه ده ګرځېدلې ۔ د رېلوے وزير سېنېټر اعظم سواتي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔