اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وېيلي ديوزيراعظم عمران خان د هېواد او راتلونكي كول لپاره سوچ كوي او دوي لپاره ګامونه پورته كوي، د عمران خان په مشرۍ كښې حكومت ګرد هېواد كښې د تعليم طبقاتي نظام ختمولو سره د تعليم يو ډول نظام نافذ كړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د کپتان عمران خان په مشرۍ كښې د كركټ قامي لوبډلې په كال 1992 كښې ورلډ كپ ګټلے ٶ٬ چا به چې وئيل چې شوكت خانم روغتون به نه جوړېږي ھغوي دې اويني چې دوه نور د كېنسر روغتونونه هم جوړ شوي٬ د پاکستان غېرت مند اولس په كلنه توګه لس اربه روپۍ عطيات شوكت خانم روغتون له وركوي چې په سبب ئې د غربيانانو ويړيا درملنه كېږي ٬ ده ووئېل عمران خان تل د غلا د لارې د اقتدار د ترلاسه كولو خلاف پاتي شوے ٬ د بدلون او د نوي پاكستان مشال سرهعمران خان د 22 كالو په هلو ځلو د انصاف پېغام هر كور او كوڅې ته رسولے ٬ ده ووئېل په ميانوالي كښې د نمل يونيورسټۍ سره يو مكمل نالج سټي جوړوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي يواځنے ګوند دے چې په پنجاب٬ خېبرپښتونخوا٬ بلوچستان٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې حكومت لري۔ ده ووئيل د 1967 نه پس هېواد كښې يو ډېم نه دے جوړ شوے ٬ وزيراعظم عمران خان مومند ډيم‘ داسو ډيم او د سندھ بېراج پشمول د اوبو په لس لويو آبي ذخيرو كار پېل كړے چې په بشپړېدو به ئې لس زره مېګاٶاټ ارزانه برېښنا پېدا شي او يو كروړ 30 مېليونه اېكړه فټه اوبه به ذخيره كړې شي
وزيراعظم عمران خان هېواد او راتلونكي كوللپاره سوچ لري۔ د وزير مملكت فرخ حبيب دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔