اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې حکومت ټول پام معاشي استحكام پلو ګرځولې٬ د هېواد معاشي اشاريئے په مثبت لور روانې دي، نړيوالو مجلو هم د پاكستان په معيشت كښې د بهترۍ پېشنګوئي كوي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس ته د ريليف وركولو رزم لري۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان په دوره راغلے د بنګله دېشن خبريالون پلاوي سره وكړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې په پاكستان كښې د اظهار رائے په آزادۍ٬ د حكومت د معاشي اقداماتو پشمو?? په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير پلاوې د حكومت د معاشي اقداماتو نه خبرولو سره ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ټول پام معاشي استحكام پلو ګرځولې٬ د هېواد معاشي اشاريئے په مثبت لور روانې دي، نړيوالو مجلو هم د پاكستان په معيشت كښې د بهترۍ پېشنګوئي كوي۔ ده ووئيل حکومت په پاکستان كښې د انفراسټرکچر په منصوبو كښې سرماي?? كارۍ لپاره هم اقدامات كوي٬ دا منصوبې به نه يوازې معيشت ته وده وركړي بلكې د روزګار موقعې به هم ??ېدا شي۔ ده ووئيل غېر ملكي سرماي?? كار راغب كولو او د سرماي?? كارو سهولت لپاره د خاص سرماي?? كارۍ سهولت كونسل جوړ كړې شې چې نتيجې ئې رامخې ته كېدل پېل شوې دي۔ وفاقي وزير د سوشل ميډيا د ناسم استعمال او د فېك نيوز خپرېدو لاره نيولو لپاره په نړيواله كچه د اقداماتو كولو په ضرورت زور رواړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د خبريالانو د پلاوي مننه وكړه۔ د بنګله ديش د خبريالانو پلاوي د پاكستان په كوربتوب او مرسته د حكومت٬ د اطلاعاتو وزارت او د صحافتي ادارو مننه وكړه۔ د پلاوي په غړو كښې اقتدار احمد، مکرم حسېن، رياض احمد، شېخ ساجد، محمد عبدالودود، جبون احمد سارکار، قمر الزمان او معين الحق شامل وو۔ په دې موقع د اېكسټرنل پبلسټي ونګ اېګزيکټو ډائريکټره عنبرين جان او د وزارت نور لوړ پوري هم ??وجود وو۔
حکومت ټول پام معاشي استحكام پلو ګرځولې٬ نړيوالو مجلو هم د پاكستان په معيشت كښې د بهترۍ پېشنګوئي كوي وزيراعظم اولس ته د ريليف وركولو عزم لري۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ د بنګله دېشن د خبريالانو پلاوي سره خبرې
Wild Fireworks Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ