اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د صوبائي حكومتونو د سياست كولو په ځاے د بجلۍ صارفينو ته ريليف وركولو لپاره د پنجاب حكومت په ??ريقه كار عمل پكار دے، د قامي فنانس کميشن له مخې دوي ته ??نتقل شوې د كهربونو روپو يوه برخه د اولس سهولت لپاره وېستل پكار ده۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشرۍ په مهال وزيراعظم ووئيل د پنجاب حکومت خپل پرمختيائي بجټ څخه 45 اربه روپۍ د بجلۍ ھغه صارفينو ته د دوو مياشتو لپاره د 14 روپۍ يونټ ريليف وركولو لپاره خرڅ كړي څوك چې د 200 نه تر 500 يونټ بجلي استعمالوي، دا د اولس حق دے٬ د وفاقي حكومت په ??ې ريليف پېكېج كښې برخه نشته، نورو صوبو له پكار دي چې هم داسې وكړي، كه د خېبرپښتونخوا حکومت اولس له دا ډول ريليف وركول غواړي نو مونږ به خوشحاله شو، د سياست نه ډډه او حقائق مسخ كول پكار نه دي۔ د خېبر پښتونخوا حكومت د يو نمائنده لخوا د وفاقي حكومت د امتيازي سلوك تور مسترد كولو سره ده وضاحت وكړو چې زمونږ دې پېكېج سره هېڅ تعلق نشته۔ ده د كابينې غړو ته ??وئيل د اېن اېف سي نزدې 60 فيصده فنډز صوبو ته ??ركړې شوې، وفاقي حکومت ته ??ه غېر ملكي مرسته د چلېدونكو منصوبو قرض او د سود وركولو په ??ورت بلها چېلنجز رامخې ته دي۔ ده غونډې ته ??وئيل وفاقي حکومت 200 يونټ بجلي استعمالونكو كورنيو ته د درېو مياشتو لپاره ريليف وركولو لپاره 50 اربه روپۍ هم بېلې كړي كوم چې د مجموعي كورنيو صارفينو 86 فيصد ج??ړې??ي۔ ده ووئيل د بلوچستان حکومت سره په ??راکت دارۍ كښې به په ??وبه كښې د 70 اربه روپو په لګښت 28 زره ټيوب وېلز د نمر په ??وان منتقل كولې شي كومو كښې چې به 55 اربه روپۍ وفاقي حكومت برداشت كوي۔ وزيراعظم زياته ??ړه چې دې سره به 28 زره كروندګرو ته ګټه ورسي او دې سره به د بجلۍ غلا په مسئله هم قابو وموندلے شي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت صوبائي حکومتونو سره په مشاورت د معيشت استحکام او د هېواد تجارت او برآمدات زياتولو لپاره اوږد مهاله اقدامات له كار كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به آئي اېم اېف اګاه كولو نه وروستو دا ډول اقدامات كوي، تحريك انصاف د لوظنامې په ??لاف ورزۍ “نامعقول” اقدام سره هېواد ديواليه كېدو ته رسولے ٶ٬ د حکومت د معاشي پاليسيو په نتيجو رڼا اچولو سره وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته ??وئيل ګراني د 38 فيصده نه په كمېدو 11.5 فيصده ته راغلې خو صورتحال لا ښه كولو لپاره اوس هم نورو هڅو ته اړتيا ده۔ ده د 13.5 ټريلين روپو د ريونيو هدف سر كولو او د پاور څانګې په ??يانونو د قابو موندلو په هلو ځلو هم زور رواړو۔ وزيراعظم د كابينې پام د هېواد ځينې برخو كښې د سختو بارانونو او د دې په نتيجه كښې سېلاب څخه شوې مرګ ژوبلې او تباهۍ پلو وګرځولو او د صوبو او د پي ډي اېم اے په مرسته د نيشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د هلو ځلو ستائنه ئې وكړه۔ کابينې د بارانونو او سېلاب له امله په ??ېلا بېلو پېښو كښې د حق رسېدليو او د ترهګرۍ په ??ېلو پېښو كښې شهيدانو لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔
په صوبه كښې د سياست كولو په ځاے د پنجاب غوندې د بجلۍ په بلونو كښې ريليف وركړئ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غونډه كښې خبرې
फ्रूट कैंडी विश्वसनीय मनोरंजन ऐप
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر