اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئ??لي دي د پاکستان حکومت د معاشي اصلاحات د لارې د هېواد معيشت مستحکم ساتلو لپاره هڅې كوي٬ چې پكښې د نجي څانګې شراکت داري، د کرنټ اکاؤنټ خساره كښې كمے٬ د زرمبادله پانګې زياتول، او د روپۍ د قدر بهتري شامله ده٬ دا اقدامات نه يوازې د معاشي استحکام لاره هوارولې شي بلكې د اولس خېرښګرې ل??اره هم مهم دي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پاکستان سعودي عرب بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ??وئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاکستان معيشت استحکام لپاره هڅې روانې دي كومه چې د هېواد پرمختګ لپاره يو مثبت اشاره ده۔ ده ??ه دې خبره زور راٶړو چې د حكومت كردار كاروبار كول نه بلكې نجي څانګې ته سهولت وركول دي۔ په دې موقع ده ??وئيل د بزنس ټو بزنس (B2B) ماډل د لارې تجارت او سرمايه کارۍ ته ودې وركولو لپاره د سعودي عرب د استازو هركلے كوٶ۔ وفاقي وزيرمحمد اورنګزيب ووئيل پاکستان د سرمايه کارۍ په حواله په زړه پورې او د ډاډ وړ هېواد دے٬ ده ??اروباري موقعې رامخې ته كولو سره نړيوالو سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده ??وئيل پاکستان په نړيواله اقتصادي منظرنامه كښې د يو زړه راښكونكي هېواد په توګه رامخې ته كېږي۔ ده ??وئيل د حکومت مقصد ?? نجي څانګې صلاحيتونه زياتول او د معيشت پرمختګ كښې كردار لا مستحكمول دي
د پاکستان حکومت د معاشي اصلاحات د لارې د هېواد معيشت مستحکم ساتلو لپاره هڅې كوي۔ وفاقي وزير محمد اورنګزيب
Money Tree Honest Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena