اسلام آباد۔17دسمبر (اے پي پي ) و??یر??عظم محمد شهباز شریف وئېلي دي د مرکزي بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې کمي كولو سره به معیشت ته وده تر لاسه شي، هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتول?? ته حكومت پام لرنه كوي، د معیشت پرمختګ په اړه جامع پروګرام به زر پېل كړو ۔ د نهې په ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته خطاب کښې و??یر??عظم محمد شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) زوړ کارکن صدیق الفاروق خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغه د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف پخوانے ملګرے ؤ۔ و??یر??عظم د کابینې په غونډه كښې د صدیق الفاروق بخښنې لپاره دعا وكړه ۔ و??یر??عظم کرک كښې د پولیو مخ نيوي ل??اره په كار كونكې ډله بريد خفګانې وګرځولو په كوم كښې چې يو د پولیو اهلکار شهید او يو د پولیو ورکر ژوبل شوے۔ و??یر??عظم ووئېل پاکستان او د افغانستان نه سوا د نړۍ د هر هېواد نه د پولیو وائرس ختم شوے ، د پولیو خاتمې لپاره خنډان راپیدا کول افسوسناک دي ۔ و??یر??عظم د پولیومخ نيوي ل??اره كار كوونكو ډلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ غونډه كښې د شهید پولیو اهلکار بخښنې لپاره هم لاس نيوه وكړې شوه ۔ غونډه كښې په یونان كښې د کشتۍ پیښه كښې د ډوبو شوو پاکستانیانو لپاره هم دعا وكړې شوه ۔ و??یر??عظم دا پیښه خفګاني ګرځولو سره ووئېل په 2023ء كښې هم داسې يوه بدمرغه پیښه رامخې ته شوې وه چې پكښې 260 كسان ډوب شوي ووچې پكښې زياتره پاکستانیان وو۔ و??یر??عظم ووئېل انساني سمګلنګ يو سنجیدہ چیلنج دے ، حکومت د انساني سمګلنګ مخ نيوي ل??اره مهمې او همه ګیر پرېكړې كړې وې ۔ و??یر??عظم ووئېل هغه به زر د اړوندو وزيرانو او سیکرټریز غونډه راغواړي چې په دې اړه په پرېكړو د عملدرآمد جاج واغستلے شي او تګلاره وضع کړې شي۔ و??یر??عظم د سټیټ بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې نور 2 فیصد کمے خوش آئند وګرځولو ٬ ده ووئېل پالیسي ریټ د 22 فیصد نه 13 فیصد ته راغلے كوم چې کاروبار، صنعت، كر كېلې، برآمد کوونكو او سرمایه کارو لپاره خوش آئند دے، دې سره به زمونږ پیداواري صلاحیت زيات شي او سرمایه کاري به وده ومومي او زمونږ معیشت به مستحکم شي ۔ و??یر??عظم د 2018ء نه بس د ګرانۍ په کمه كچه د ﷲ تعالیٰ شکر ادا کولو سره ووئېل اوس زمونږ لپاره دا مناسب وخت دے چې معیشت م??بو?? کړو ، په دې لړ كښې زموڼږ تیاريانې مکمل شوي د كومو اعلان به چې زر وكړو
د مرکزي بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې کمي كولو سره به معیشت ته وده تر لاسه شي، هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي، د وزیراعظم محمد شهباز شریف د وفاقي کابینې غونډې ته خطاب
ड्रेगन और ट्रेज़र्स आधिकारिक मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک