باغ 06 جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي چې د رياست په ضد بغاوت او په پوځي تنصيبات بريد كونكے عمران خان او د هغه ټولګې به په هېڅ صورت معاف كولې ن?? شي٬د آرمي ايكټ له مخې به مقدمو سره مخ كېږي٬د منصوبه بندۍ له مخې په عدليه بريدونه كوؤنكو له به ځواب وركول وي۔ده د نهې په ورځ د باغ په هاړي ګيل سيمه كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن)د آزاد كشمير صدر شاه غلام قادر٬د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حېدر او نور مشران هم موجود وو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئ??ل چې د كشمير اولس مينه ده چې ن?? مونږ د هغوي ترمينځه موجود يو او د جون په 8مه نېټه په ټاكنو كښې د زمري د نښې كاميابۍ لپاره د ووټ خواست كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان او كشمير لازم او ملزوم دي٬كشمير د پاكستان د سا رګ دے٬ د دې ن?? بغېر د پاكستان ژوندې پاتې كېدل ناممكن دي۔ده ووئ??ل چې په پاكستان او آزاد كشمير كښې د پرمختګ سفر يوځاې پیل شوې٬ مسلم ليګ(ن) پاكستان او آزاد كشمير تل د بحرانونو څخه ويستلې دې۔ده ووئ??ل چې هند اتومي چاودنې وكړې ن?? ټوله نړۍ د هغوي پلو شوه٬امريكې هم غوښتل چې پاكستان اتومي چاودنې ونه كړي خو پخواني وزيراعظم نواز شريف د ټولې نړۍ مخالفت باوجود اتومي چاودنې وكړې۔ده ووئ??ل چې د نړۍ د هر ډول دړكو باوجود د مئي په 28مه نېټه هند ته سخت ځواب وركولو سره د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړه كړې شوه۔ ده ووئ??ل چې په 12 اكتوبر 1999 په هېواد كښې مارشل لا نافذ كړې شوه د دې هم مقابله وكړې شوه ۔ ده ووئ??ل چې د دې ن?? پس په هېواد كښې د ترهه ګرۍ چپه راغله٬ په كال 2013 كښې چې كله د نواز شريف په مشرۍ كښې د (ن) ليګ حكومت راغلو نو په پنځو كلونو كښې د شل شل ساعته لوډشېډنګ ??و د ترهه ګري لعنت نوغي ووېستلې شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئ??ل چې يو سازش رامخې ته كړې شو٬هغه مهال د جوډېشل اسټيبلشمنټ پرمختګ سفر ودرولې شو٬ نواز شريف د جوډيشل سازش د لارې نااهل كړې شو٬د هغه مهال اسټېبلشمنټ فتنه خان مسلط كړو٬په كال 2014 كښې په اسلام آباد كښې لانګ مارچ٬ د 126 ورځو دهرنا٬د سول نافرماني بنياد كېښودلې شو ٬په تاڼو بريدونو كولو سره ملزمان پرېښودلي شؤ او د قانون نافذ كونكو ادارو مشرانو نامې اخستلو سره هغوي ته دړكې وركړې شوې۔ ده ووئ??ل چې فتنه خان كال 2014 څخه د بغاوت تياري كوله٬ د هغه په ټولو ګناهانو پرده اچولو سره ٬ د ترهه ګرۍ مقدمو باوجود هغه تن ته اقتدار وركړې شوې٬ څه كم څلور كاله كښې په ټول پاكستان او آزاد كشمير كښې كومه پرمختيائي منصوبه د پي ټي آئي په دور كښې ن?? ده بشپړ شوې٬د نواز شريف په پروژو پي ټي آئي د خپل بورډ لګولو نه سوا هېڅ نه دي كړي۔ده ووئيل نواز شريف آزاد كشمير په مالي توګه خپلواكه كړې٬د يو كهرب روپو پرمختيائي كارونه د آزاد كشمير دننه د (ن)ليګ په دور كښې شوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئ??ل چې مونږ د عدليې احترام كوو۔ ده ووئيل زوي څخه په تنخا نه اخستلو نواز شريف نا اهل كولې شي او له بلې خوا منصوبه بندي كولو سره اور لګونكي ته رېليف ترلاسه كېږي۔ده ووئ??ل چې عمران خان اسمبلۍ ماتولو سره د يو ځاې ټاكنو روايت ختمولو هڅه كړې خو مونږ دا هڅه ناكامه كړې۔ده ووئ??ل چې د رياست په ضد بغاوت او په پوځي تنصيبات بريد كونكے عمران خان او د هغه ټولګې به په هېڅ صورت معاف كولې ن?? شي٬راتلونكې وخت د مسلم ليګ(ن) او نواز شريف دے۔په پنجاب كښې به (ن)ليګ كلين سويپ كوي۔ده ووئ??ل چې پي ټي آئي 34 ټكړې شوې٬ځ??نې ميا نواز شريف سره او ځ??نې پيپلز ګوند او ځينې ن??رو ګوندونو سره ځي۔ده ووئ??ل چې په آزاد كشمير كښې به سپيځلې ټاكنې كېږي۔په دې موقع د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حېدر ووئ??ل چې د جون په 8مه نېټه به(ن)ليګ ته ووټ بېرته ترلاسه شي۔ده ووئ??ل چې مونږ د محمد نواز شريف د راتګ په انتظار يو۔په كوهاله پل به هغه ته تود هركلې وايؤ۔ ده ووئ??ل چې زمونږ چا سره كومه نښته نشته دې۔مونږ له به ضمني ټاكنې ګټل وي۔د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير صدر شاه غلام قادر ووئ??ل چې مونږ د چا په ضد د عدم اعتماد تحريك نه دې راوړلې۔اوس به په ضمني ټاكنو كښې د جون په 8مه نيټه مشتاق منهاس هم په اكثريت سره كاميابول وي٬په كال 2021 كښې د تعمير او پرمختګ چې كوم سفر پرېښودلې شوې وو مونږ به يې د هغه ځايې څخه پیل كوو۔
په هېڅ صورت معاف كولې نه شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان اولسي غونډې ته وينا
Three Monkeys Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa