اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه وئيلي دي چې مهمند، داسو او بھاشا بندونو جوړولو ته قا??ی ترجیح وشي نو زمونږ سره به دومره دولت راشي چې كوم بل پلو كتلو ته به حاجت نه وي،مونږ له به خپل وسائل كارول وي، زراعت ته دې پام ??رن?? وكړې شي دلته به څوك هم ولږي نه مري،د سركاری ملازمانو تنخاګاني زياتول يو ښه اقدام دې، د غریب غربت لري كولو سره به معیشت ښه شي، دعا كوو چې هېواد كښې په وخت ټاكني وشي، دلته كه حقیقی جمهوریت وي نو هېواد ته هيڅ خطر نشته۔ د نهې په ورځ قا??ی اسمبلۍ كښې په بجټ 24 ۔ 2023 بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه ووئيل غیر یقینی سیاسی صورتحال، روپے مقابله كښې د ډالر كی قدر كښې اضافه، معیشت خراب حالت او آئی اېم اېف شرائط وكتلې شي نو په داسې حالاتو كښې بجټ وړاندې كول يو مشكل كار دې،د لوي دړد خبره ده چې په دې ايوان كښې زياتره غړي ا?? وزيران موجود نه دي،وګړي هيلي لري،د دې ایوان د لاري د او??س په بجټ كښې شموليت ضروري دې،په داسې حالاتو كښې بايد مونږ د او??س ډاډګيرنه وكړو، جمهوریت لپاره پیپلز ګوند د خپلو ځانونو قرباني ??رك??ې،زندانونو ته تللي يو او هر ډول ستونزي مو زغملې دي۔ده ووئيل بايد پارلیمنټ بے توقیر نه كړې شي،مونږ غواړو چې پريكړي په دې ايوان كښې وكړې شي،خو ځيني ادارې څه اداري منلو له چمتو نه دي،مونږ د كوم كاركن یا سیاسی ګوند په ضد نه يو، مونږ غواړو چې جمهوریت ته زيان ونه شي، جمهوری هېواد كښې چې خپلو كارمندانو له كوم تربیه ??رك??ې كېږي د بده مرغه دلته كارمندانو له هغه تربيه نه ??رك??ې كېږي۔
مهمند، داسو او بھاشا بند د هېواد تقدیر بدلولې شي، سركاری ملازمانو تنخاګاني زياتول يو ښه اقدام دې۔وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه
Carnival Party Frenzy Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ