اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم ا??وار الحق كاكړ وئيلي دي چې د رياست او اولس ترمينځه په يوه داسې لوظنامه باور لرؤ په ك??مه كښې چې د حقونو تحفظ وي۔ جمهوريت د پارليمان د پياوړتيا ضامن دے ٬ د هرې يوې ذمه وارې ټولنې په څير مونږ هم د خپلو وګړو خېر ښېګړه غواړؤ ٬ امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ د موسمياتي بدلونو منفي اثراتو مخنيوي لپاره امريكا سره نزدې همكاري روانه ده ٬ پاكستانې اولس صلاحيت لرونكې قام دے او په روانو ستونزو قابو موندلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هاورډ پوهنتون زده ك??ؤنكو سره د ملاقات او د سوال وځواب نشست په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د هاورډ پوهنتون زده ك??ؤنكو ته وزيراعظم آفس ته په راتللو هركلې ووې۔ ده ووئيل چې د رياست او اولس ترمينځه په يوه داسې لوظنامه باور لرؤ په ك??مو كښې چې د حقونو تحفظ وي۔ ده ووئيل په امريكائي ټولنه كښې تنوع نورو هېوادونو لپاره يو مثال دے٬ په تېرو 200 كلونو كښې امريكې په زړه پورې پرمختګ كړے دے٬ د امريكې ټولنه كښې رواداري ده او زغم دے٬ امريكې د علم ا?? هنر په مېدان كښې ډېر څه ترلاسه كړې دي۔ نګران وزيراعظم ووئيل نورو هېوادونو له به خپلو ګټو لپاره دې څخه سبق اخستل وي۔ ده ووئيل دا ضروري نه ده چې امريكا سره دې په هره يوه خبره موافقت وكړے شي۔ ده ووئيل د قومونو ترمينځه په ځينو چارو موافقت وي او په ځينو اختلاف ولې بياهم ا??ريكا سره زمونږ مثبت او تعميري تعلق دے۔ ده ووئيل امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون يو وجودي خطر جوړ شوے دے۔ ده ووئيل نړۍ امريكا ته د يو لوے طاقت په توګه ګوري بياهم هيله لري چې هغه خپل ځان ??رين پاور كښې ب??ل كړي۔ ده ووئيل تېر كال په بلوچستان او سندھ كښې د موسمياتي بدلون له امله راغلي سېلاب لويه تباهي خپره كړې ده۔ ده ووئيل پاكستاني ډاكټران په امريكائي ټولنه كښې زمونږ شناخت دے۔ پاكستاني ډاكټران د خپلې پوهې له كبله په نړۍ كښې پېژندلې شي۔ ده ووئيل ضروري ده چې زمونږ ځوانان ??رته هم لاړ شي هغه كامياب شي۔ ده ووئيل پاكستانې قام په ستونزو د قابو لرلو صلاحيت لري۔ وزیراعظم ووئيل جمهوريت د پارليمان د مضبوطولو ضامن دے۔ په جمهوريت او عددي بنياد آمريت كښې ب??يد فرق وپېژندلې شي۔ زمونږ په ګاونډ كښې د جمهوريت په نامه هم داسې كېږي۔ ده ووئيل په جمهوري ټولنه كښې د هر يو فرد د حقونو تحفظ ضروري دے۔ ده ووئيل نګران حكومت به په خپله لنډه موده كښې په خرڅونو كښې كمي ٬ محصولاتو كښې زياتوالي او د بشري وسائلو پرمختګ ته خاص پاملرنه ك??ي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې نزدې 9 فیصده آبادي د ټېكسونو د لارې په جي ډي پي كښې خپله برخه اچوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې نګران وزيراعظم د سوویت یونین او افغانستان جنګ او دې څخه وروستو په منطقه كښی د رامخې ته شويو پېښو په مهال د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل پاكستان په نړيوال امن او معيشت كښې زيات كردار ترسره كړے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل جمهوریت پارليمان مضبوط كړے دے او پاكستان كښې د تېرو 15 كلونو په مهال درې جمهوري حكومتونو خپله موده ترسره كړه۔ ده ووئيل جمهوريت يو عمل دے۔ مونږ د دې د كاركردګۍ او همكارۍ عمل عزم لرؤ۔ وزیراعظم د سماجی نظم و ضبط د تسلسل او د قانون د حكمرانۍ په ځايې د ساتلو په اهميت هم زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان په بېلو چارو امريكا سره په مثبت ډول همكار پاتے شوې دې ۔ ده زياته كړه چې په بېلو نړيوالو مسئلو د دواړو هېوادونو ترمينځه اتفاق او اختلاف دواړه ليدلي شوي دي۔
د هرې يوې ذمه وارې ټولنې په څير مونږ هم د خپلو وګړو خير ښيګړه غواړؤ ٬ امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ د انوار الحق كاكړ د هاورډ پوهنتون زده كوؤنكو سره خبرې
Ganesha Golden Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔