اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي راتلونكې ټول ټاكنې بايد آزادې، منصفانه، سپېځلې او ټول شموله وي، په هېواد كښې د جمهوريت مضبوطولو لپاره بايد ټولو سياسي ګوندونو او د هغوي مشرت??به ته د ټاكنو په عمل كښې د ګډون كو??و مساوې موقعې وركړې شي ٬ که خلق د خپلې خوښې مشران ونه ټاکي نو د جمهوريت به هېڅ معنی پاتې نه شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه پخواني وفاقي وزير او سېنېټر محمد علي دراني سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ په ایوان صدر كښې ملاقات كو??و۔ صدر مملكت ووئيل خپل مينځ ك??ې لرې والې بايد ختم كړے شي او د مرستې او د يو بل معاف كو??و لاره بايد خپله كړې شي۔ ده ووئيل سختو پرېكړو لپاره د اولس ملاتړ او د هغوي همكاري ضروري وي۔ ده زياته كړه چې راتلونکې ټول ټاكنې د هېواد د بيا رغونې لپاره د ضروري حرکت رامينځته کولو ښه موقع ده۔ صدر مملكت د ټولو سیاسي مشرانو د بيانونو قدرداني وکړه۔ ده ووئيل باید په دې برخه ک??ې ټولو لپاره يو مېدان برابر كړے شي ولې چې د شموليت دا مهم او يوازينۍ معامله د جمهوريت د روح حېثيت لري۔
ټولو سياسي ګوندونو ته دې د ټاكنو په عمل كښې د ګډون يو برابر موقعې وركړې شي٬ صدر ډاكټر عارف علوي
Bank goes bankrupt again entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ