كوهاټ 07 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي جدید تعلیم ته پام لرنه كوو ، تعلیم یافته ځوانان د قام روښانه سباؤن دے، اس??اذ??ن په تعلیمی نظام كښې مهم كردار ترسره كوي، د تعليم په مهال دوي زده كوونكې د سباؤن چیلنجونو مخنيوي لپاره چمتو كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كوهاټ په كی??ټ كالج كښې 58مې د مور پلار ورځې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ نګران وزیراعظم ووئيل د كی??ټ كالج 58مه د مور پلار ورځ دستوره كښې ګډون او كی??ټس ته مخاطب كيدل زما لپاره د درناوي خبره ده۔ده ووئيل جدید تعلیم او ??ه خاص توګه سائنس او ??یكنالوجی د كوم هم قام د پرمختګ ضمانت دے۔ مونږ له به د جدید تعلیم ترلاسه كولو لپاره اقدامات كول ??ي۔ وزیراعظم ووئيل اس??اذ??ن په تعلیمی نظام كښې په زړه پوري حیثیت لري۔د مور پلار هم ذمه واري ده چې خپلو بچو له جديد تعليم وركړي۔ وزیراعظم ووئيل د كوهاټ كی??ټ كالج عمر له ښې نتيجې وركړې۔ وزیراعظم ووئيل دې كالج كښې ما زده كړې كړي۔زه په 1984كښې د بلوچستان د يوې پسمانده سيمې څخه تعلیم لپاره دې كالج ته راغلے ووم۔ زه په ژوند كښې چې دې مقام ته رارسيدلے يم د دې ټول درناوے زما د دې كالج د علمي اس??اذ??نو دے۔ وزیراعظم كی??ټس ته تلقین وكړو چې به خوارۍ ، ایماندارۍ او ??ه مينه مخ په وړاندې لاړ شې ،تاسو ته به په ژوند كښې ډير چیلنجونه درمخې ته وي،ستونزي به راځي خو كامیابی هم ستاسو مقدر دے۔ وزیراعظم ووئيل يو ښه انسان جوړيدل د ژوند د ټولو لويه كامیابی ده۔ دستورې ته وينا كښې نګران وزیراعظم چا چې دې كی??ټ كالج څخه زدكړې ترلاسه كړې د خپلو ډيرو اس??اذ??نو په نامو اغستلو سره وزیراعظم ژړغونے شو۔وزیراعظم ووئيل ما كښې چې نن څه هم ښه دي د دې كريډټ زما د اس??اذ??نو دے ۔دې څخه وړاندې پرنسپل بریګیډیئر (ر) طفیل محمد خان ووئيل د كوهاټ كی??ټ كالج عمر له ښې نتيجې وركړې او د بورډ په امتحانات كښې ئې ټاپ پوزیشن ترلاسه كړے ۔دې نه ځانله هم نصابی هلو ځلو كښې هم د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوي۔ د كالج څخه فارغ شوي زدكوونكي په بيلو څانګو كښې په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔دغسې وزیراعظم د كی??ټس د پریډ معائنه وكړه۔ وزیراعظم ته د كی??ټس يوې چټك ډلې سلامی هم وكركړه او هغوي د چیمپئن شپ بيرغ رستم هاؤس ته وسپارلو۔په دې موقع چیئرمېن بورډ آف ګورنر میجر جنرل ذوالفقار علی بھټی هم موجود ؤ۔ وزیراعظم د كی??ټس د اړخه د اس سورلۍ ، نیزه بازۍ او جماسټكس مظاهره هم وكتله۔وزیراعظم نصابي او ??م نصابی هلو ځلو كښې د ښې كاركردګۍ مظاهره كوونكو كی??ټس له انعامات هم وركړل دغسې د كوهاټ كی??ټ كالج پرنسپل وزیراعظم ته د كالج سوونیئر وركړو۔
جدید تعلیم ته پام لرنه كوو، تعلیم لرونكي ځوانان د قام روښانه سباؤن دے ۔ د نګران وزیراعظم انوارالحق كاكړ كیډټ كالج كوهاټ كښې دستورې ته وينا
Gladiator's Glory Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ