اسلام آباد01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اورنج لائن مېټرو بس د (فېض احمد فېض ټرمينل H-9 نه تر ائير پورټ) په خوا اوشا كښې د لېنډ سكېپنګ بشپړولو او په اوو ورځو كښې د رپورټ وركولو امر كړے ٬ د مېټرو بس كرايه ټيټولو سره دې اولس ته سهولت لپاره يو كوټلے نظام جوړ كړے شي، په بھاره كهو بائي پاس دې هم كار په ترجيحي بنيادونو پېل كړے شي ٬ په منصوبه كښې دې په سپېځلې ډول بډنګ باوري كړے شي او ښو كمپنو ته دې د منصوبو جوړولو ټهېكه وركړې شي، د منصوبو په تعمير كښې په معيار هېڅ ډول سودا د نه قبلدېدو ده۔ د جمعېپه ورځد وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اسلام آباد ميټرو (اورنج لائن، بليو لائن، ګرين لائن) پېشرفت او په پايه تخت كښې د جاري پرمختيائي منصوبو د جاج اغستو غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيررانا ثناء الله، د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه، طارق فضل چوهدري، حنيف عباسي، انجم عقيل خان، د سي ډي اے چيئرمېن او اروندو چارواكو ګډون كولو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د بھاره كهو ټريفك مسئلو له امله د ځائي اولس د ستونزو مخنيوے ضروري دے٬ بائي پاس سره به د مري سېلګرو لپاره هم آسانۍ راپېدا شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې 29 كلوميټره اوږد اورنج لائن ميټرو بس سروس د اېن اېچ اے سټېشن په ځائ فېض احمد فېض سټيشن سره تړلے شوے چې ورسره د ګڼې په وختونو كښې د مسافرو شمېره د ورځې په حساب سره اوسط 19 زره ته رسېدلې ٬ د 20 كلوميټره اوږد بليو لائن مېټرو بس سروس د (كورال نه تر پمز روغتون) هم پرانستلو لپاره تيار دے٬ په 13 سټېشنز مشتمل دا روټ به د اسلام آباد اېكسپرېس وے ګېر چاپېره په لويه شمېره مسافرو ته معياري او د كم لګښت سفر سهولتونه وركړي۔ غونډې ته د 15.5 كلوميټره اوږد ګرين لائن ميټرو بس سروس پحقله ووئيل شول چې د بهاره كهو نه تر پمز روغتون ميټرو بس به د بهاره كهو مسافرو او د اسلام آباد نه د مري سېلګرو ته سهولت وركړي د دې نه علاوه اېئر پورټ څخه د اورنج لائن د لارې د مري سېلګري هم تر ټرانسپورټ رسنې لپاره د دې سهولت څخه ګټه پورته كول شي۔ دغسې غونډه د بهاركهو بائي پاس منصوبې د پېشرفت نه هم خبر كړې شوه او وزيراعظم د منصوبې په جوړېدو كښې د ځنګلونو د تحفظ او په منصوبه كښې د سپېځلتيا باوري كولو امروكړو۔ غونډې ته ووئيل شولراول چوك فلائي اوور به د وزيراعظم خاص امر له مخئ تر 31 جولائي بشپړ كړے شي او د اېكسپرېس وے بحالي او د دې پراختيامنصوبه به هم ډېره زر پېل كړې شي۔ په دې مهال وزيراعظم منصوبې په ټاكلې موده كښې د بشپړولو هدايات جاري كړل
وزيراعظم شهباز شريف د اورنج لائن مېټرو بس په خوا اوشا كښې لېنډ سكېپنګ په اوو ورځو كښې د بشپړولو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ