اسلام آباد۔28جون(اے پ?? پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ د خېبر پښتونخوا اولس وركړې دي۔ په كال 2010ء كښې د شوي اېن اېف سي ايوارډ لاندې د ترھګرۍ ښكار شو?? دې صوبې ته تر دې دمه 590 اربه روپۍ وركړې شو?? بياهم د سي ټي ډي اداره په صوبه كښې بشپړ نه شوه ، د خېبر پښتونخوا په څير نورې صوبې هم ترهګرۍ سره مخ پاتې شو?? خو دغه صوبو ته په دې مد كښې هېڅ هم نه دي وركړې شو??٬ د خېبر پښتونخوا د چیف سېکتر تعينات كولو له د 3 نامو پېنل لېږلے ش??ے دے په دې لړ كښې د صوبائي حكومت لخوا كوم ځواب نه دے راغلے، كه په دې پېنل كښې شامل كړې شو?? نامې منظور نه وي نو مونږ به نوې پېنل ولېږؤ۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اسد قېصر لخوا د پورته كړې شويو نكتو په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل اسد قېصر محترم شخصيت دے٬ د هغه خبرې مو غور سره اورېدلي دي٬ هغه د اېن اېف سي په اړه خبره كړې ده٬ اېن اېف سي ايوارډ په كال 2010 كښې تشكيل كړے شو ، د دغه وخت وزيراعظم یوسف رضا ګیلانی په مشرۍ كښې څلورو واړو صوبو په دې موافقه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل دغه وخت په هېواد كښې ترهګري بام ته رسېدلې وه كومې چې تر ټولو زياته خېبر پښتونخوا صوبه ځپلې وه٬ د دغې ځايې اولس زياتې قربانۍ وركړې دي كومې به چې تاريخ يادې ساتي۔ ده ووئيل زه هم ددغه اېن اېف سي ايوارډ برخه ووم كوم چې په بلوچستان كښې لاس ليك ش??ے دے وو۔ ده ووئيل په دغه اېن اېف سي ايوارډ كښې د صوبو برخې څخه د خېبر پښتونخوا برخه يو فيصد اېښودلې شو?? وه كومه چې اوس هم دغې صوبې ته وركولې شي۔ تر دې دمه 590 اربه روپۍ دغې صوبې ته وركړې شو??۔ ده ووئيل د بلوچستان په شمول نورو صوبو هم ډېرې قربانۍ وركړې دي بياهم دغې صوبې ته څه هم نه دي وركړې شو??۔ په خېبر پښتونخوا كښې سي ټي ډي جوړه نه شوه ٬ د 590 اربه روپو باوجود سي ټي ډي نيمګړې ده۔ ده ووئيل مونږ سياست كول نه غواړؤ۔ وزیراعظم ووئيل د خېبر پښتونخوا چیف سېکتر تعينات كولو له مو د 3 نامو پېنل لېږلے دے په دې لړ كښې د صوبائي حكومت لخوا كوم ځواب نه دے راغلے، كه په دې پېنل كښې شامل كړې شو?? نامې منظور نه وي نو مونږ به نوے پ??نل ولېږؤ
د ترهګرۍ په ضد د خيبر پښتونخوا اولس تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې دي٬ وزيراعظم شهباز شريف
MG online official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania