ملګري ملتونه 02 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د ذمه وارۍ اصول كوم چې د نړۍ په ځينې برخو كښې د مداخلت جواز وړاندې كولو ??پا??ه كارولې شوي ٬ په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخه نيولو كښې پاتې راغلي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم په جنرل اسمبلۍ كښې د نسل كشۍ٬ جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو لاره نيولو او وګړو ته د تحفظ وركولو د ذمه وارۍ په موضوع مباحثې ته خپلې وېنا كښې خبردارے وركړو چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې تعينات 9 لكه هندي عسكر آزادۍ او د خ??لواكۍ حق ترلاسه كولو ??پا??ه په هلو ځلو كوٶنكو كشميريانو فشار ??پا??ه وحشيانه بربريت كوي۔ ده ورياد كړ?? چې د “رسپانسيبلټي ټو پروټيکټ” تصور په درېو ستنو ولاړ دے ٬ وړومبے دا چې د هر رياست ذمه واري ده چې د خ??لو اباديو حفاظت وكړي ٬ دوېمه دا چې د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغوي رياستونو سره د خ??لو آباديو تحفظ له مرسته وكړي او درېمه ده چې كله يو رياست د دې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې په واضح توګه ناكامه شي نو نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې خپله ذمه واري ترسره كړ??۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د ناكامۍ واضح مثال په غزه كښې روانه نسل كشي ده چرته چې د اته مياشتو راهسې د اسرائيلي ځواكونو په بريدونو كښې نزدې 40 زره فلسطينيان شهيدان او 86 زره ژوبل شوي چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي ۔ ده ووئيل په جنګ ځپلې غزه كښې د انسا??ي همدردۍ په بنياد د مرستې په لاره كښې هم خنډان راولاړ كړے شوي ٬ په دې هلو ځلو كښې د مرستې د نړيوالې ادارې د سلګونو په شمېر كاركنان هم وژلې شوي٬ په غزه كښې قحط او وبائي رنځونه هم خورېږي٬ دا صورتحال زيات متقاضي دے چې نړيواله ورورولي د دې نسل كشۍ او د جنګي جرائمو لاره نولو ??پا??ه د مداخلت حق استعمال كړ??۔
د تحفظ د ذمه وارۍ اصول هم غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخ نيوي كښې پاتې راغلل ۔ منير اکرم
T1 electronic reliable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ