د ايران او پاکستان تجارتي روابطو سره به په منطقه كښې خوشحالي راشي۔ د سيد نويد قمر د ايران وزير روستم ګهسامي سره د ګډې خبري كنفرنس
Speed automatic roulette credit site
APP47-180822
ISLAMABAD: August 18 - Federal Minister for Commerce, Syed Naveed Qamar addressing a press conference at 21st session of Pakistan-Iran Joint Economic Commission (JEC). APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي د ايران او پاکستان تجارتي روابطو سره به په منطقه كښې خوشحالي راشي۔ د زيارت په ورځ د ايران د روډ اربن ډوېلپمنټ وزير روستم ګه??امي سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې سيد نويد قمر ووئيل ايران سره د روايتي تجارت لاره هوارولو لپاره كار روان دے، د فري ټريډ اېګريمنټ پحقله ټېرف كښې به ښه ??مے راشي٬ په پوله به ګډز ټريډ پحقله اكنامك زونز جوړولې شي۔ ده ووئيل د ايران پلاوي سره په خبرو اترو كښې د پاك ايران تجارت د ودې د پېشرفت جاج اخستلے شوے٬ د ايران او پاکستان تجارتي روابطو سره به په منطقه كښې خوشحالي راشي۔ د ايران وزير روستم ګه??امي ووئيل د پاکستان په زړه پورې كوربتوب مشکور يم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه جے اي سي كښې د شپږو كالو دمې سره تجارتي لرې والې زيات شوے٬ د پولې ماركيټ رجحان ته به وده وركول وي، ده ووئېل بارډر مارکيټ څخه به د دواړو هېوادونو بزنس كميونټي كښې رابطې هم زياتې شي ٬ ده ووئېل د تجارتي څيزونو په فهرست په سنجيدګۍ سره كار پكار دے او په خوښه چارې مخ پ?? وړاندې بوتلل غواړي۔ ده ووئيل پاك ايران تجارتي اړيكې به يواځې تر نشست محدود نه وي مونږ به عملي اقدام ته ترجيح وركوٶ