اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي حكومت به د پوځ د مشر ټاكنې په معامله په كوم فشار كښې پريكړه نه كوي٬د ټاكنې په اړه د عمران خان په بيان به هغه سره كوم رعايت نه كېږي ٬د آرمي چيف د ټاكنې عمل متنازع كول په يو صورت هم د قام او هېواد خذمت نه دے٬په افغانستان كښې د القاعده په مشر ايمن الظواهري د امريكې په شوي ډرون بريد كښې د پاكستان خاوره په قطعي توګه نه ده استعمال شوې۔د زيارت په ورځ د امريكا غږ سره په مركه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د عمران خان د آرمي چيف د ټاكنې په اړه په متنازع بيان به د كومې قانوني كاروائۍ نه وړاندې د ده د دې بيان پلټنې كولې شي۔ده و??ئيل په دې ټاكنه كښې لا وخت شته٬حكومت به په دې لړ كښې زر پريكړه نه كوي او نه به د چا په فشار كښې د آرمي چيف ټاكنه كولې شي۔د ټاكنې په معامله د ادارې تقدس او وقار بحال ساتل حكومت لپاره مقدم دے۔ده و??ئيل د پوځ د مشر د ټاكنې طريقه په آئين كښې درج ده۔ده و??ئيل دا وړومبې ځل دے چې د پوځ د مشر په ټاكنه كښې د مېډيا خوښي لرل هم زياته شوې او موضوع يې جوړه كړې او عمران خان هم د اولس په كچه په دې تبص??ې كوي۔ده و??ئيل په افغانستان كښې د القاعده په مشر ايمن الظواهري د امريكې په شوي ډرون بريد كښې د پاكستان خاوره په قطعي توګه نه ده استعمال شوې۔ده و??ئيل د افغانستان څخه د امريكې وتلو نه وړاندې د پاكستان فضائي او زمكيزې لا??ې كارولې كېدې خو په دې وخت كښې واشنګټن سره اسلام آباد داسې كومه لوظ نامه نه لري۔ده و??ئيل پاكستان په افغانستان كښې استحكام غواړي او ځكه د ګاونډي هېواد هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ده و??ئيل د پاكستان خاوره به د افغانستان په ضد كارېدو ته ورنه كړو۔ده و??ئيل د امريكائي ډرون لخ??ا د پاكستان خاورې استعمالولو د تور په اړه د طا??بانو حكومت اسلام آباد ته په باقاعده توګه كوم شكايت نه دے كړے٬پاكستان او افغانستان شريكې ګټې لري او دواړو ګاونډيانو هېوادونو ته به په ورورولۍ ?? يو بل د ګټې تحفظ كول وي كومه چې د منطقې په ګټه هم ده
حكومت به د پوځ د مشر ټاكنې په معامله په كوم فشار كښې پريكړه نه كوي٬د ټاكنې په اړه د عمران خان په بيان به هغه سره كوم رعايت نه كېږي ۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف وائس آف امريكا سره مركه
Crazy Pinball Machine official link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی