اسلام آباد 10 سستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس وئېلي دي په پاكستان كښې د اوسني سېلاب له امله قيمتي انساني ځانونو٬املاك٬څارو او روزګار ته ډېر زيات زيان رسېدلے خو اميدونه ژوندي دي او اميدونو ته هېڅ زيان نه دے رسېدلے٬اميدونه ژوندي ساتلو لپاره پاكستان ته دا مهال د نړيوالې مرستې ډېر زيات ضرورت دے٬د ماحولياتي بدلون تباه كوونكو اثراتو مخ نيوي لپاره مونږ له د تل پاتې او قوي بنيادي ډهانچې ضرورت دے٬دې لپاره نړيوالې ور??ورلۍ او مالياتي ادارو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔د خالي په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د سندھ او بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو دورې په موقع سكهر ته په رسېدو د بريفنګ اخستو نه پس خپل مختصر خطاب كښې سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ووئيل ?? سېلاب له امله د شوي زيان پخپله جائزه اخستلې كېږي٬ د اوسني سېلاب له امله قيمتي انساني ځانونو٬املاك٬څارو او روزګار ته ډېر زيات زيان رسېدلے خو اميدونه ژوندي دي او اميدونو ته هېڅ زيان نه دې رسېدلے ۔سېكرټري جنرل ووئيل هيلې ژوندي ساتلو لپاره پاكستان ته دا مهال د نړيوالې مرستې ډېر زيات ضرورت دے۔ده ووئيل چې كله انسانيت په فطرت بريد وكړي نو فطرت ?? سېلاب او غېر معمولي موسمياتي څرګندونې په صورت ځوابي بريد كوي٬د موسمياتي بدلون او د دې څخه د كېدو??كې زيان نه بچ كېدو لپاره مونږ له ماحول ته د زيان رسو??كې ګاز په اخراج كښې په سمدستي توګه 50 فيصده كمے راوستل دي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ووئيل د ماحولياتي بدلون تباه كوونكو اثراتو مخ نيوي لپاره مونږ له د پائيدار او قوي بنيادي ډهانچې ضرورت دے٬ دې لپاره نړيوالې ور??ورلۍ او مالياتي ادارو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔ده ووئيل نړيوالې ور??رولۍ او ادارو له د قدرتي آفت او دې څخه د تباهۍ او زيان ازالې لپاره پاكستان سره د زړه نه مرسته كول غواړي ٬ځكه چې پاكستان د ماحولياتي بدلونو څخه ځپليو شوو 50 وړومبو هېوادونو كښې شامل دے حالانكه ماحول ته په زيان رسو??كې ګاز اخراجولو كښې د پاكستان برخه ډېره كمه ده٬په دې لړ كښې د انصاف تقاضا ده چې د پاكستان د زياتې نه زياته مرسته وكړی شي دغسې چې د ماحولياتي بدلون څخه د شوي زيان لپاره پائيدار بنيادي ډهانچه جوړه كړي۔سېكرټري جنرل ووئيل ملګري ملتونه او د دې ادارې په پاكستان كښې ?? سېلاب نه پس خپل كار كوي٬زمونږ وسائل محدود دي٬مونږ د پاكستان اولس سره ولاړ يو٬مونږ چې څه كولې شو هغه به كوو۔سېكرټري جنرل ووئيل د ماحولياتي بدلون په اړه د خبرتيا په خپرونه كښې به نړيواله اداره خپل كردار ادا كوي۔مونږ نړيوالې ور??رولۍ او نړيوالو مالياتي ادارو ته خواست كوو چې هغوي پاكستان كښې ?? سېلاب ځپليو د آبادۍ مرستې لپاره ر??وړ??ندې شي۔د دې څخه وړاندې د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه وزيراعظم او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ته د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د سندھ كليو او ښاريو كښې د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ ور??ړو۔د سندھ وزيراعلٰی ووئيل د اوسنو بارانونو او سېلاب نه پس د مرستې كاروائۍ روانې دي خو چې كوم چېلنج سره مونږ مخ يو هغه ډېر لوي دے۔ده ووئيل دا مهال په ځينو سيمو كښې شپږ شپږ فټه اوبه ولاړې دي٬د مرستې او بحالۍ لپاره مونږ ته د كهربونو روپو ضرورت دے او زمونږ وسائل محدود دي۔ده ووئيل ?? سېلاب ځپليو خلقو لپاره مونږ ته د نورو خيمو٬ماشو وژ??كې سپړې او د نورو څيزونو ضرورت دے
پاكستان ته د نړيوالې مرستې شديد ضرورت دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په سكهر كښې د بريفنګ په موقع د خيالاتو څرګندونه
NorthGlass official link
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ