اسلام آباد۔5جنوری (اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو غاړو ته او د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې مېشته كشميريان نن د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي چې مقصد يې په نړيواله ټولنه او په خاص توګه په ملګرو ملتونو كشميري اولس سره د كړې لوظونو په پاللو زور راوړل دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د خپلواكۍ حق ورځ د كل جما??تي حريت كنفرنس په بلنه لمانځلې ش??۔ دا د كال 1949 جنورۍ مياشتې 5 مه نېټه وه كله چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو تاريخي قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې ووئيلې ش?? چې پاكستان يا هند سره د جمو او کشمیر د ایالت د الحاق پرېكړه به د آزادو او بې پرې ټولپوښتنو ل?? لارې كولې ش??۔ نن په آزاد كشمير ٬ پاكستان او په ګرده نړۍ كښې احتجاجي لاريونونه ويستلې او د سيمينارونو او كنفرنسونو په شمول يو شمېر پروګرامونه كولې ش?? دغسې چې په ملګرو ملتونو زور راوړلے شي چې هغه كشميرې اولس د هندي رياستي ترهګرۍ څخه ساتلو ل?? د كشمير مسئلې سره اړوند خپل قراردادونه عملي كړي۔ د كشمير مسئله د سوئيلي آسيا امن لپاره د يو ل??يې خطر حېثيت لري۔ د ملګرو ملتونو د كال 1949 جنورۍ مياشتې 5 مې نېټې قرارداد د دې مسئلې د حل بنياد برابروي خو د هند ضد د تېرو 7 لسيز?? څخه د دې مسئلې د هواري په لاره كښې هنډ جوړ شوے دے۔ د بده مررغه نړيواله اداره د كشمير په اړه د خپلو قراردادونو په عملي كولو كښې ناكامه پاتې ش??ې ده او د دې په نتيجه كښې د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړې ش??ي كشمير اولس پرله پسې ظلم او زياتي سره مخ دي۔
د كنټرول لائن دواړو غاړو ته او د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې كشميريان نن د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي
Fortune Lion APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری