اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د ايوان پنجاب كښې الېكشن لپاره د 21 اربه روپو ضمني ګر??نټ مسترد كوي٬ د دې هرګز دا مطلب نه دے چې دا ايوان په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده، قامي اسمبلۍ ته په دې لړ كښې د هر قسم پرېكړې كولو بشپړه ??خت??ار ترلاسه دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د څرګندونې په مهال وفاقي وزير ووئيل مونږ ټول د دې خبر نه اګاه يو چې پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د يو كس د انا په خاطر تحليل كړې شوې نو دا خبره رامخې ته شوې چې د آئين د آرټيكل 218 له مخې دې سپېځلې ټانكې وكړې شي، د لاهور او اسلام آباد په هائي کورټس كښې پټيشنز داخل شوي،دا عمل جاري ٶچې دوه ګر??نو جج صاحبانو چيف جسټس ته ووئيل په دې معامله دې از خودنوټس واخستې شي٬ په دې لړ كښې 9 كسيزه بنچ جوړ كړې شو او دي په رضاكارانه توګه د بېنچ نه علېحدګي ??خت??ار كړه، په اوو كښې څلورو ججانو پرېكړه وكړه چې دا دې خارج كړې شي٬ په دې معامله په ايوان كښې بحث وشو او يو قرارداد منظٶر شوي چې دا يوه سياسي م??ئله ده په قرارداد كښې ووېيل شوه چې دا يوان د څلور واړو ججانو پرېكړه تسليموي۔ ده ووئيل د دې نه پس يوه پرېكړه جاري شوه چې وفاقي حكومت دې الېكشن لپاره 21 كروړه روپۍ جاري كړې٬ دې ايوان قرارداد منظٶر كړې ٶ٬ په دې تناظر كښې وفاق د فېډرل کنساليډيټډ فنډز څخه د رقم جاري كولو معامله د دې ايوان صوابديد وګرځولو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې دې يو بل جوړ كړې شو او د سېنېټ او د قامي اسمبلۍ د خزانې قائمه كمېټو ته دې وړاندې كړو چرته چې دا مسترد كړې شوې٬ ھغه بل ايوان ته وړاندې كړې شوې كوم چې مسترد كړې شوې٬ سپريم کورټ ته د يو رپورټ شكل دا وړاندې كړې شو نو په دې سپريم كورټ سټېټ بېنك او د خزانې وزارت ته امر وكړو چې دا رقم دې جاري كړې شي او وروسته دې قامي اسمبلۍ څخه منظوري واخستې شي۔ ده ووئيل د آئين له مخې د لازمي خرڅونو نه علاوه د فيډرل کنساليډيټډ فنډز څخه د رقم منظوري وركولو د ايوان صوابديد دے٬ د وفاقي کابينې د منظورۍ نه پس يو ځل بيا د آئين آرټيکل 82 (2) له مخې د يو ضمني ګر??نټ په شكل كښې اسمبلۍ ته وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل د مالي كال د ختمېدو نه وړاندې او د بجټ كال د ختمېدو نه وړاندې په يو يو ګر??نټ ووټنګ كېږي، ده ووېيل دې ايوان د ضمني ګر??نټ تحريك 64۔اے مسترد كړې۔ ده ووېيل د سپريم كورټ د 19م اپرېل حكمنامه نن يو ځل بيا وفاقي كابينې ته وراندې كړې شوې ده چې پكښې وئيلي شوې دي چې كه ايوان دا ضمني ګر??نټ مسترد كړو نو د دې مطلب دا دے چې د ايوان لخوا په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده۔ ده ووېيل د خزانې وزارت د عدالت په حكم دا ډيمانډ بيا راوړې دې۔ ده ووئيل د 22 كروړه اولس د وركړې شوې مېنډېټ له مخې دا ايوان پرېكړې كوي٬ نن مونږ دا په هېڅ ص??رت كښې هم نه رامخئ ته كوٶ٬ دا معزز ايوان دا ??خت??ار لري چې خپلې وړاندې شوې پرېكړې تر نظر لاندې ساتي يا نا، دا د دې ايوان ښكار ??خت??ار دے۔ ده ووئيل دا ايوان زما يا د وفاقي كابينې د منشا تابع نه دے
دا ايوان پنجاب كښې ټاكنو لپاره د 21 اربه روپو ضمني ګرانټ مسترد كوي۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې
Wild hot 40APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا