اسلام آباد۔2مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرون?? وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د قانون سازۍ د لارې سپېځلے او عادلانه نظام رامخې ته كړے شوے۔ پارليمان د خپلو آئيني حقونو د تحفظ او دفاع بشپړ حق لري ٬ د آئيني اختياراتو تحفظ لپاره تر آخري حد تللے شي۔ د نهې په ورځ په خپل بيان ك??ې دې ووئيل پارلیمان څخه د قانون سازۍ اختيار څوك هم اغست??ے ?? د عدليه اختيار د آئين او قانون تشريح كول دي٬ آئین ’ری رائټ “ كول يا د قانون سازۍ په اختيار بندېز لګول نه۔ دې ووئيل پارليمان د وكيلانو ورورولۍ ٬ بار كونسلز او د اې??وس?? اېشنز په پخوانۍ غوښتنه قانون سازي وكړه۔ آرټیکل 184(3) سره اړوندې قانون سازۍ سره د عدليه په اختيار ٬ آزادۍ او خپلواكۍ كښې هېڅ كمے نه دے شوے بلكې دې قانون سازۍ سره د ”وَن۔مېن۔شو“ او ” امپېریل۔ کورټ“ په څير اعتراضونه ختم كړے شول۔ دې زياته كړه چې د سپریم کورټ درې سينيئر ججان به په مشاورت سره دا اختيار كارولے شي۔
پارليمان د خپلو آئيني حقونو تحفظ او دفاع حق لري٬ د آئيني اختياراتو تحفظ لپاره تر آخري حد تللے شي٬ مريم اورنګزېب
Phoenix Rebellion Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر