اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وفاقي وزيرې شازيه مري وئيلي دي د تحريك انصاف وسله ولې ډلې په پېښور كښې د راډيو پاكستان او اے پي پي په ??فتر او ودانۍ بريد كړے٬ سركاري او په نجي املاك د بريد زه غندنه كوم، د ذمه وارو په ??د كاروائي پكار ده ۔ د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې د پرېس كنفرنس په مهال ??ې ووئيل عمران خان نېب نيولے دے٬ نېب خپلواكه اداره ده او د قانون له مخې عمران خان نيولے شوے ، پيپلز پارټي په ??ياسي انتقام باور نه لري او د چا په ګرفتارۍ جشن نه نمانځي٬ عدالت د عمران خان ګرفتاري قانوني ګرځولې ٬ څوك هم د قانون نه پرته نشته ٬ يو كس نه دا هېواد زمونږ رېډ لائن پكار دے ، دا هېواد زمونږ د ټولو دے ٬ دې ووئېل چرته چې د قانون خلاف ورزي شوې نو كاروائي به كېږي٬ په ماضي كښې ګرفتارۍ شوې خو د زغم نه كار اخستلے شوے٬ د قانون پالنه په ټولو لازم ده ،عمران خان د القادر ټرسټ کرپشن کېس كښې نيولے شوے٬ خپله صفائي دې وړاندې كړي ھغه د عدالت لاره لري او خپل كېس دې وكړي خو ھغه دې ځان د قانون نه پرته نه ګڼي۔ دې ووئيل په ??ې وروستيو كښې پخوانې وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني ته اېف آئي اے نوټس وركړے٬ ھغه وړاندې شوے ؤ ٬ اوس د عمران خان معامله رامخې ته شوې نو داسې ښكاري چې اوس د پاكستان خېر نشته۔ دې ووئيل عمران خان تل نېب د خپلو مخالفينو په ??د استعمال كړے٬ كسان به لا نيولے شوي نه وٶ او د ده وزيرانو به وئيل داسې به كېږي او د نېب وياند جوړ شوي وو۔ دې ووئيل په نېب قانون كښې بدلون شوے چې له مخې به ئې الس د 90 ورځو په ځائ د 14 ورځو ريمانډ وي٬ دا يو ريليف دے چې د ټولو لپاره دے ۔ دې ووئيل پخواني صدر آصف علي زرداري دولس كاله په ??ندان كښې تېر كړي٬ يو تور پرې ثابت شوے نه دے۔ دې ووئيل بېنظير بھټو په ??هادت چې خلق غصه شول او د پاكستان په ??د نعره پورته شوه نو آصف علي زرداري د ̶1; پاکستان کھپے” نعره وهله ځكه چې ھغه يو محب وطن پاكستانے سياست مدار دے۔ دې ووئيل د عمران خان په ??مر چې څوك ورانے كوي د ھغې غندنه كوٶ٬ د كروړونو روپو بس سروس ته په كراچۍ كښې زيان رسولے شوے ۔ دې ووئيل عمران نيازي خپل حکومت كښې چې فريال ??الپور سره كوم سلوك كړے ھغه د ټولو په وړاندې دے٬ خورشيد شاه، آغا سراج دراني او شرجيل مېمن س??ه هم ناوړه سلوك شوے۔ شازيه مري ووئيل داسې محسوسېږي چې په ??مران خان د كرپشن تورنه سم دي او ھغه سره د پوښتنو ځواب نشته ٬ ځكه داسې كوي٬ د دوي كسانو خپله په واټس اپ ګروپس كښې شئېر كړي چې مونږ املاك وسوځول٬ سوشل ميډيا دوي پروپېګنډې لپاره استعمالوي٬ په فېك نيوز خپرولو كښې تحريك انصاف پوهه لري
د پي ټي آئي وسله والې ډلې لخوا د راډيو پاكستان او اے پي پي په دفتر او ودانۍ د بريد او سركاري او نجي املاك ته د زيان رسولو بشپړه غندنه كوٶ۔ د وفاقي وزيرې شازيه مري پرېس کفرنس
PG software online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق