دوحه 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د برېښنا په بلونو كښې د فكس ټېكس٬ يو كروړ 71 لكه صارفينو او درې لكه ټېوب وېلز لپاره د فيول پرائس اېډجسټمنټ ختمولو اعلان كولو سره وئيلې دي د تېر حكومت نااهلۍ له امله هېواد ديواليه كېدو ته رسېدلے ٶ، د اتحادي حکومت د زړه د اخلاصه هلو ځلو او ستړو په سبب د ديواليه كېدو خطر نشته٬ په ګرانۍ قابو موندلو كښې به ډېر زر كامياب شو٬ آئي اېم اېف سره د مشاورت نه پس اولس ته د ريليف وركولو پرېكړه شوې ٬ د تېرو واكمنو د څلورو كالو د نااهلۍ ځواب په څلورو مياشتو كښې څنګه وركولې شوو، د پاکستان اولس له احساس پكار دے چې د دوي حكومت د زړه نه د دوي حالات بدلولو له هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ قطر ته په رسېدو خپلو خاص خبرو كښې كړې۔وزيراعظم ووئيل كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو زمونږ په وړاندې دوه لوي هدفونه وٶ٬ د تېرو واكمنو بدتره كاركردګۍ او نااهلۍ له امله هېواد ديواليه كېدو ته نزدې شوے ٶ، د هېواد چارو ښه كولو ته اړتيا ده٬ دويم د ماضي حكومت د نااهلۍ او غلطو پاليسيو په سبب هېواد كښې د ګرانۍ طوفان راغلے٬ ده ووئېل په نړۍ كښې هم دا صورتحال دے٬ حكومت د ګرانۍ كمي لپاره شپه او ورځ كار كوي او دې لپاره اقدامات كوي اګر چه په دې كښې دېره كاميابي نه ده ترلاسه شوې خو شپه او ورځ هڅې كوٶ او د ګرانۍ خاتمې لپاره به كار روان ساتو او په دې كښې به ډېر زر بريالي شوو۔ وزيراعظم ووئيل هېواد د معاشي ستونزو نه رابهر كولو لپاره شپه او ورځ خپل كار كوو٬ په دې بجټ كښې په سوداګرو فكس ټېكس لګولے شوے او په سوداګرو فكس ټېكس د بجټ نه وړاندې د خبرو د روح خلاف دے، د فکس ټېکس څخه واړه سوداګر بلها مالي بوجھ سره مخ شوي حالانكه دا ټېكس نه خو د حكومت منشا وه او نه د حكومت په امر شوے ٶ، ده ووئېل د فکس ټيکس ذمه دارو تعين لپاره كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به د دې بشپړ تحقيقات كوي، په سوداګرو د 3 ٬ 6 او د لس زره شرح په حساب فېكس ټېكس لګولے شوے ٶ٬ دا اوس ختم كړے شوے او د دې اعلاميه جاري كړې شوې ٬ د فکس ټېکس خاتمې سره به 42 اربه روپۍ خساره رامخې ته شي خو دا به د نورو وسائلو نه ترسره كولې شي، ده ووئېل مونږ واړه سوداګر د ستونزو سره مخ كول نه غواړو٬ ۔ وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو څخه كه په زياته بيعه تېل درآمد كړے شي نو بيا بله مياشت كښې به د برېښنا په بلونو كښې فېول پرائس اېډجسټمنټ كېږي او كه ارزان تېل واخستلے شول نو دا مسئله به نه رامخې ته كېږي٬ په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو بيعه ډېره زياته شوې وه دې لپاره په جولائي او اګست كښې مو د فيول پرائس اېډجستمټ په مد كښې ډېره اضافه شوې او دا عامو وګړو لپاره د برداشت نه ده او دې لپاره د كورونو په صارفين بوجھ اچولے شوے٬ ده ووئېل د دې هم نوټس اخستلے شوے او څلور پنځه ورځې په دې غور كېدو۔ د مسلم ليګ (ن) مشر مياں نواز شريف دا امر كړے ٶ چې په هېڅوك صورت دا د قبدلېدو وړ نه دے او نوازشريف او اتحادي ګوندونو سره د مشاورت نه پس دا وصولي ختمه كړې شوې ٬ ده ووئېل آئي اېم اېف سره د مشاورت نه پس اولس ته د ريليف وركولو پرېكړه شوې او فكس ټېكس٬ يو كروړ 71 لكه صارفينو او درې لكه ټېوب وېلز لپاره د فيول پرائس اېډجسټمنټ ختمولو اعلان كوو ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ سخت وخت څخه تېرېږو ٬ قطر زمونږ دوېم كور دے٬ قطر سره د تجارت او سرمايه كارۍ پحقله خبرې روانې دي دغسې چې د پاكستان اولس خوشحالۍ لپاره منصوبې پېل كړې شي او پرې عمل وشي۔وزيراعظم ووئيل د توان وزير به (نن) د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال د فيول پرائس اېډجسمټنت پحقله په پرېكړو د عملدرآمد پحقله د تفصيلات نه تاسو خبروي۔ ده ووئيل درې لكه ټيوب وېلز هم د فيول پرائس ايډجسټمنټ نه استثنيٰ شوي ، دوي له به هم ادائيګي نه كول وي٬ د حکومتي اقدامات څخه به اولس ته احساس وشي چې حكومت په اخلاص د دوي حالات بدلولو لپاره هڅې كوي
وزيراعظم محمد شهباز شريف د برېښنا په بلونو كښې د فكس ټېكس٬ يو كروړ 71 لكه صارفينو او درې لكه ټېوب وېلز لپاره د فيول پرائس اېډجسټمنټ ختمولو اعلان وكړو٬ قطر ته په رسېدو خاص خبرې
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری