اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې د پنجاب نه پس په سندھ كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي دي. د نېشنكل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو له مخې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 76 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 33 كسان په وېنټي لېټرو موجود وو. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 1629 كېسونه رپورټ شوي دي. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 52 زره 427 ټېسټونه شوي دي.په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 8 لكه 63 زره 111 ته رسېدلې. په بلوچستان ، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په ټول هېوا كښې په وېنټي لېټرو 418 رنځوران پراته دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 47 زره 764 ته رسېدلې او د ځپليو ټوله شمېره 9 لكه 32 زره 140 ده. په ټول هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 21 زره 265 كسان په حق رسېدلي دي. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا يو كروړ 35 لكه 23 زره 599 ټېسټونه شوي دي. په ټول هېوا كښې د كووډ 19 علاج لپاره په بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې 3 زره 574 رنځوران تر معالجه لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 1629 كېسونه رپورټ شوي، په وبا كښې نور 76 كسان په حق رسېدلي دي. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : números dupla sena