اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزير سيد امېن الحق سره د كوريا سفير سوو سنګپيو (Suh Sangpyo) د شورو په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔وفاقي وزير د كوريا سفير ته خپل دفتر كښې هركلے اووې ۔ د ملاقات په مهال د شريكي خوښې او د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن په اړھ خبري وشوې ۔ دغسې دوي د آئي ټي او ټيلي كام سيكټر په اړه مرستي زياتولو ته صلاح شوې ۔وفاقي وزير سيد امېن الحق ووئيل پاكستان كوريا سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده ووئيل د آئي ټي وزارت ډيجيټلائزيشن په اړه ګامونه پورته كوي، د پاكستان آئي ټي او ټيلي كام سيكټر تندۍ سره پرمختګ كوي۔وفاقي وزير ووئيل مالي كال 2019-20 په مقابل كښې د پاكستان د آئي ټي برآمدات سږ كال وړومبنو 9 مياشتو كښې 43.59 فيصده زيات شوي، آئي ټي انډسټري له زياتي آسانۍ وركولو له اقدامات كوو۔ده ووئيل ټول هېواد كښې سره د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې ټيلي كام سروسز وركولو له لوظي يو۔سيد امېن الحق ووئيل پاكستان د آئي ټي په ميدان كښې د كوريا تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي، پاكستان او كوريا ترمينځه آئي ټي پروفيشنلز او اسټارټ اپس تبادله مهمه ده۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د كوريا سفير ووئيل كوريا پاكستان كښې انفارمېشن ايكسېس سنټر جوړول غواړي، د آئي ټي وزارت د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن پرمختګ لپاره اقدام د ستائني وړ دے۔ملاقات كښې د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزارت سينئر افسران هم موجود وو
د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزير سيد امېن الحق سره د كوريا سفير ملاقات
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada