اسلام آباد10اګست (اے پي پي)داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دياسرائيل ، ھند او اېن ډي اېس په ګډه پاكستان ته په كورنۍ توګه زيان رسولو پسې شوي٬ دښمن زمونږ ختيز او لوېديز اړخ ته مسئلې راپېدا كول غواړي٬ پاکستان څخه مقبوضه کشمير ته د ترهګرو لېږلو سوال هم نه پېدا كېږي٬ د هند د داخله وزير بيان غېر ذمه وار دے٬ په محرم الحرام كښې فول پروف سکيورټي وركولې شي، د افغانستان كورني سياست سره مونږ هېڅ تعلق نه لرو، د منصوبه بندۍ له مخې تورونه لګولې كېږي٬ مونږ امن لپاره هڅې كوٶ٬ په سمارټ آئي ډي کارډز كښې به نور فيچر شاملولې شي۔ د نهې په ورځ په داخله وزارت كښې خبري كنفرنس ته ده ووئيل د وزيراعظم عمران هدايات په رڼا كښې به نادرا ښه كوٶ٬ وزيراعظم ته به د نادرا د دورې بلنه وركولې شي۔ داخله وزير په ټولو اعزادارو زور رواړوچې ھغوي د اېن سي او سي په اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي٬ په دې لړ كښې چيف سېكرتريز او آئي جيز ته هم امر شوے٬ په ضرورت رامخې ته كېدو به پخپله د صوبو دوره كوم۔ ده ووئيل پخوانۍ فاټا سيمو كښې تهري او فور جي سروس به تر لسم محرم بند وي٬ امنيت باوري كولو لپاره كه بل ځاے هم د انټرنېټ سروسز بندول وي نو خبرتيا وركولې شي٬ حالات د دې امر تقاضه كوي چې ټول قام د ذمه وارۍ ثبوت وركړي او د هېواد سلامتيا لپاره هر وګړے خپل كردار ولوبوي٬مونږ د چا عقيده نه چېړو او خپله عقيده د نه پرېښودو په اصولو كار كوٶ۔ ده ووئيل د اعزادارانو د جلوسونو امنيت به ټېنګولې شي۔ داخله وزير د هند د خپل همڅنګ لخوا په پاکستان مقبوضه کشمير ته د ترهګرو لېږلو تور مسترد كولو سره ووئيل دا دروغو او د غېر ذمه واره سوچ عكاسي كوي٬ په پوله ازغن تار لګولے شوے٬ پاكستان څخه د يو ترهګر د بهر تللو سوال هم نه پېدا كېږي٬ كه د هندداخله وزير ثبوت لري نوراوړاندې دې كړي٬ اېن ډي اېس او را پاکستان ته په كورنۍ توګه د زيان رسولو هڅې كوي٬ ځكه چې دښمن پولو څخه مونږ ته زيان نشي رارسولے ٬ هغوي ختيز او لوېديز اړخونو څخه مونږ لپاره مسئلې راپېدا كول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زمونږ ټولهخواخوږي د مقبوضه کشمير اولس سره ده ٬ د پاکستان لخوا په مقبوضه كشمير كښې هېڅ ډول لاس وهنه نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د بائيو مېټرك نه وړاندې چې كوم 7 مېليونه شناختي کارډز جاري شوي د ھغې به جاج اخلو٬ كله چې بائيو ميټرك نظام نه ٶ نو جعلي شناختي کارډ به جوړېدل٬ ھغه ټول جعلي شناختي کارډونه ختموٶ او په دې كښې د ككړ چارواكو په ضد كاروائۍ كوٶ٬ په جعلي شناختي کارډز جوړولو كښې ككړ د نادرا ټول چارواكي به اخوا كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د داخله وزارت كار پلټنې كول دي٬ مونږ د خارجه وزارت خارجه په موجودګۍ كښې د پلټنو بشپړولو نه پس د پاكستان په دوره راغلے پلاوې د تفصيلات نه خبر كړے ۔ د نور مقدمکېس پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې كېس كښې د تورنو نامې په اي سي اېل كښې اچولې شوي٬ داخله وزير ووئيل د داسو پېښې پحقله هم پلټنيزو ادارو خپل كار ترسره كړے٬زمونږ د ادارو په ذمه چې كوم كار ٶ ھغه مونږ بشپړ كړے۔ ده ووئيل اسرائيل ، هند، د اېن ډي اېس پشمول پاکستان دښمنه ادارې په ګډه چې كومې هڅې كوي او څنګه چې بهر ميډيا سره په ګډه د افغانستان حالاتو ملبه په پاکستان اچولې كېږي دوي به ماتي سره مخ كېږي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 70 نه تر 80 زره كسانو قربانۍ وركړي٬ مونږ د امن پلويان يو٬ د افغانستان كورني سياست سره مونږ هېڅ تعلق نه لرو٬ د افغانستان سلامتياد پاکستان سلامتيا لپاره ضروري ده۔ده ووئېل په نړيواله ميډيا كښې د منصوبه بندۍ له مخې تورونه لګولې كېږي٬ افغانستان سره ټولې پولې سيل كړې شوي ٬ د چمن د لارې د مېوو وړل راوړل هم بند دي ٬د افغانستان مسئله افغانانو له حل كول دي ٬ زمونږ كردار يوازې امن لپاره دے٬ مونږ امن لپاره ځانونه قربان كړي۔ د افغان سفير لور سره د رامخئ ته پېښې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل د سفير لور المان ته تللې ٬ ھغې په پلټنو كښې مرسته نه ده كړې٬ مونږ د ھغې فون نمبر او تفصيلات غوښتي كوم چې نه دي راكړې شوي ٬ مونږ د خارجهوزارت د لارې ھغوي د تفصيلات نه خبر كړي۔ وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل وزيراعظم به د نادرادوره كوي او د سمارټ آئي ډي کارډز اجرا به كوي چې پكښې به ډرائيونګ لائسنس، د وسلې لائسنس پشمول ضروري فيچرز شامل وي٬ سمارټ آئي ډي کارډز سره به وګړي د مختلف ډول كارډز څخه خلاص شي٬ نادرا څخه د وراثتي سند اجراءد موجوده حکومت لويه كارنامه ده٬ د ويکسينيشن كوٶنكو كوائف به هم د نادرا په ډېټا كښې شاملولې شي۔
د هند داخله وزير بيان غېر ذمهوار دے،دښمن زمونږ ختيز او لوېديز اړخ ته مسئلې راپېدا كول غواړي، په سمارټ آئيډي کارډز كښې به نور فيچر شاملولې شي۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina