اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په كال 21-2020 كښې د پاكستان د تاريخ تر ټولو زيات برآمدي هدف سر كړے شوے ۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل الحمدلله 18 فيصده زياتوالي سره د پاكستان د تاريخ تر ټولو زيات د برآمدات هدف په كال 21-2020 كښې سر كړے شوے ۔كه سروس سېكټر هم په دې كښې شامل كړے شي نو دا 31 اربه ډالره څخه زيات برآمدات دي۔انشاﺀالله راتلونكو دوو كلونو كښې به د پاكستان ايكسپورټر د پاكستان د معاشي استحكام مهمه ستن وي
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا