اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی) ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د نائيجېريا د دفاع وزير او د بحرين د نېشنل ګارډ كمانډر جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په دې ملاقاتونو كښې په پېشه ورانه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك فضائيه وياند له مخې د نائيجيري د دفاع وزير مير جنرل بشير صالحي مګاشي(رېټائرډ)د پیشه ورانه مهارت او ايوي اېشن انډسټري كښې خود انحصارۍ پلو په تللو د پاك فضائيه ستائنه كړې۔ايئر چيف ووئيل چې د پاكستان او نائيجېريا ترمينځه د اوږدې مودې مذهبي٬كلتوري او تاريخي رشته قائم ده كومه چې د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د مضبوط روابط مظهر دے۔ده په جے اېف 17 تهډر جنګي الوتكو د اعتماد كولو د نائيجېريا حكومت او عسكري مشرتابه مننه وكړه۔د پاك فضائيه مشر د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر جنرل شېخ محمد بن عيسٰی بن سلمان الخليفه سره يو جلا ملاقات كښې ووئيل چې پاكستان د بحرين سلطنت سره خپلې مضبوطې سفارتي٬اقتصادي او دفاعي اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔خاص مېلما په سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان كردار وستائېلو
ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د نائيجېريا د دفاع وزير او د بحرين د نېشنل ګارډ كمانډر جلا جلا ملاقاتونه وكړل
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک