اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي پاكستان پيپلز پارټي د تېرو 14 كلونو څخه په سندھ كښې حكومت كوي خو د كراچۍ وګړو لپاره د ټرانسپورټ نظام نه دې وركړے شوے ٬پيپلز پارټي د صوبې خلكو ته د څښكلو پاكو اوبو پشمول بنيادي آسانيو وركولو كښې په بشپړه توګه ناكامه راغلے ۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره سره په خبرو كښې ده ووئيل پيپلز پارټي دې په ترجيحي بنيادونو د كراچۍ وګړو مسئلې حل كړي او د هغوي ټولې غوښتنې دې پوره كړي۔د ميئر په ټاكنه تبصره كولو كښې وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل پاكستان پيپلز پارټۍ ميئر ته د آئيني حقونو وركولو كومه اراده نه لري۔ده ووئيل ميئر ته د كراچۍ د چارو چلولو لپاره انتظامي او مالي اختيارات وركول پكار دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ ګوند به د صوبې خلكو ټولو مسئلو حل كولو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي
د سندھ حكومت د صوبې خلكو له په بنيادي آسانيو وركولو كښې ناكامه راغلے ۔د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير سيد امين الحق
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز