اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئېلي دي د امريكې حكومت زمكه د موسمياتي بدلون اثرات څخه ساتلو لپاره كردار ضروري دے٬د وزيراعظم عمران خان موجوده حكومت د ماحولياتي پائيدارۍ او انساني بقا لپاره نړيوال كلائمنټ اېكشن كښې ګډون او مرستې لپاره عزم لري۔د ګل په ورځ د امريكا پاكستان كلائمټ اينډ انوائرمنټ وركنګ ګروپ ورچوئل د پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم د پاكستان حكومت د ماحولياتي تحفظ او بحالۍ لوي اقدامات رامخې ته كړل چې پكښې ټېن بلين ټري سونامي پروګرام٬كلين ګرين پاكستان٬پروټېكټډ ايرياز انيشيټو٬اي وهيكل پالېسي٬نيچر پرفارمنس بانډز او ريچارج پاكستان شامل دي ۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ د وزيراعظم عمران خان د موسمياتي بدلون چېلنج مخ نيوي او په پاكستان كښې د قدرتي ماحول تحفظ او د ودې پروګرامونه عملي كولو كردار تسليم كړے ۔سږ كال د جون پنځمه نېټه په پاكستان كښې د ماحوليات نړيوالې ورځې كوربتوب كول د دې ښكاره ثبوت دے۔د دې څخه وړاندې ده د امريكې او پاكستان ترمينځه په موسمياتي بدلون د مرستې هركلے وكړو او وې وئېل دا د دواړو هېوادونو د ګرين وژن پخلے او تصديق كوي څنګه چې د وزيراعظم عمران خان او صدر جوبائيډن قيادت كړے۔ دغسې د وركنګ ګروپ غونډې ته وېنا كښې د امريكې ناظم الامور انجیلا ایجلر د موسمياتي بدلون وجوهات او اثراتو مخ نيوي لپاره پاكستان سره د مرستې او همكارۍ كولو پخلے وكړو۔
حكومت د ماحولياتي پائيدارۍ او انساني بقا لپاره نړيوال كلائمنټ اېكشن كښې ګډون او مرستې لپاره عزم لري۔ملك امين اسلم
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا