اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) وفاقي كابينې د پروټېكشن آف جرنلسټس اېنډ مېډيا پروفېشنلز بل 2021م منظوري وركړې. دا بل په پنځو برخو مشتمل دے چې پكښې ابتدائيه، د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز حقونه ، د خبريالانو تربيه او انشورنس، پلټنې، ازاله او متفرقات شامل دي. په بل كښې د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز حقونه تجويز كړے شوي. په آرټيكل 9 كښې شامل هر يو خبريال او مېډيا پروفېشنل ته د ژوند او د فرد د امنيت حق حاصل دے. خبريالان او مېډيا پروفېشنلز دا حق لري چې دوي په هېواد كښې دننه په ځپليو سيمو كښې د كوم خطر، دړكې، زورولے كېدو يا ظلم سره د مخ كېدو د يرې نه بغېر خپله وظيفه ترسره كړي. خبريالان او مېډيا پروفېشنلز د خپلو ذريعو خفيه ساتلو حق لري. حكومت به خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز ته د كوم كس ، ادارې﴿سركاري يا نجي﴾ يا اتهارټۍ د لاسه د هر ډول زياتي، تشدد او استحصال څخه محفوظه ساتلو لپاره اقدامات كوي. د دې بل مقصد جرنلسټس وېلفيئر سكيم پېل كول دي چې له مخې به ئې مېډيا مالكان خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز لپاره جامع، تحريري سېفټي پاليسي او پروټوكولز جوړوي. په دې بل كښې د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز تحفظ لپاره د كميشن جوړولو بندوبست شوے چې پكښې به د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس ﴿پي اېف يو جے﴾ ، نېشنل پرېس كلب، د بشري حقونو وزارت او د اطلاعات او خپرونو وزارت استازي شامل وي. دا بل كميشن ته اختيار وركوي چې هغه د خبريالانو د دړكو، د پرتشدد كارروائيو، قتل، د پرتشدد بريدونو، بلا وجه ګرفتارۍ، نظربندۍ او د زورولے كېدو د ګيلو پلټنې وكړي او د هغه كېسونو ټاكنه وكړي كوم چې وفاقي او صوبائي فنډ څخه د معاوضې جوګه وي.
وفاقي كابينې د پروټېكشن آف جرنلسټس اېنډ مېډيا پروفېشنلز بل 2021م منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha