وفاقي حکومت به کاروبار لپاره ټولې اسانۍ وركوي ۔ د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سوداګرې ورورولۍ سره خبرې
Interesting forest official entertainment entrance
APP24-010124
ISLAMABAD: January 01 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting availability of Urea Fertilizer in the country. APP/MAF/TZD/FHA
لاهور۔1جنوری (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئېلي دي حکومت او د نجي څانګې په ??شت??اك ترقیاتي ماډل قامي اقتصادي پرمختګ كښې ګټورې نتيجې رامخې ته كولې شي ،د کاروبار ودې لپاره د پنجاب حکومت اقدامات د ستائنې و?? دي،وفاقي حکومت به کاروبار لپاره ټولې اسانۍ وركوي۔ ده د ګل په ورځ بزنس فسیلیټیشن سینټر(بي ایف سي)كښې د سوداګرې ورورولۍ سره خبرې اترې كولې ۔ په دې مهال د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي ،چیف سیکرټري پنجاب،آئي جي پنجاب او د بزنس کمیونټي پشمول نور هم موجود وو ۔وزیراعظم انوار الحق کاکڑ ووئېل بزنس فسیلیټیشن سینټر د پنجاب حکومت يو مهم اقدام دے ??رته چې د يو چھت لاندې اسانۍ موجود دي ، ده ووئېل وفاقي حکومت به کاروبار لپاره ټولې اسانۍ وركوي ۔ ده ووئېل د کاروباري ورورولۍ او حکومت ترمينځه د ښو اړيكو څخه به د روزګار موقعې ، ټیکس او د جي ډي پي شرح نمو زياتېدو له مرسته تر لاسه شي ۔ د بزنس فسیلیټیشن سینټر د خیال ستائنه كولو سره نګران وزیراعظم ووئېل وفاقي حکومت به د کاروبار ودې له خپل كردار ادا كوي او دا لړۍ به تر سندھ،خیبرپښتونخوا او بلوچستان پراخه كولې شي۔ ده ووئېل وفاقي حکومت به د کاروباري څانګې لپاره ګڼ اقدامات کوي ٬ دغسې ده كاروباري ورورولۍ له د هر ډول اسانيو وركولو باور هم وركړو ۔ په دې مهال وزيراعظم د نګران حكومت لخوا د کاروبار ودې لپاره د وزیراعلیٰ پنجاب محسن نقوي او د هغه د ډلې هڅې وستائلې۔