پنډۍ ۔5 فروری(اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم ان??ار الحق کاکړ، د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم چوهدري ان??ار الحق او د پا?? پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر د مظفر آباد دوره وكړه۔ وروستو د پوځ سرلښكر په سريان سېكټر كښې د لائن آف كنټرول (اېل او سي) په فرنټ لائن تعينات عسكرو سره ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې وزیراعظم ان??ارالحق کاکړ، د آزاد جموں و کشمیر وزيراعظم چوهدری ان??ارالحق او د پا?? پوځ سرلښكر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د شهيدانو ست??و قربانيو ته يۍ د عق??دت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د دورې په مهال د پا?? پوځ سرلښكر ته د لائن آف کنټرول تازه صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه عسكرو ته خپل خطاب كښې د پوځ سرلښكر د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د سيمه ايزې خپلواكۍ په ضد د كوم هم جارحيت ملي عزم او بشپړ پوځي طاقت سره ځواب وركوي۔ ده په پاكستان كښې د هندي رياست په سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ ذكر هم وكړو د كومې د لارې چې اوس زمونږ په خاوره ان??رادي وګړي هم په نخښه كيږي۔ ده ووئيل دا بې حسي د نړيوالو قوانينو او د نړيوال نظام د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده كومه چې يو معمول جوړ شوې او اوس د نړۍ يو شمېر هېوادونو په هند فشار اچوي۔ ده ووئيل پاكستان به د هند دا ډول حركتونه او هڅې په ډاګه كوي او د خپلو وګړو سلامتيا به باوري كوي۔ دې څخه وړاندې كور كمانډر (??او??پنډي) د پا?? پوځ سرلښكر ته هركلے ووے۔
د پاكستان وزيراعظم ٬ د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم او د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر د مظفر آباد دوره
Gold Blitz Extreme Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش