اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی) دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 4 او 5 مئي د ګېمبيا په بانجول ښا?? كښې د اسلامي هېوادونو تنظيم (او آئی سی ) په 15 مه سرمشريزه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 2 او 3 مئی د او آئي سي د كونسل آف فارن منسټرز په غونډه كښې ګډون كوي په كومه كښې به چې د غونډې ايجنډې ته حتمي شكل وركولے شي۔ د بيان له مخې دا غونډه اسلامي نړۍ لپاره په يو داسې سخت وخت كښې كولې شي چې كله د غزه اولس پرله پسې د جنګ په حالت كښې دے۔ دا د اسلامي هېوادونو ??شر??نو لپاره يوه مهمه موقعه ده چې هغه د غزه په صورتحال غور وكړي او يو مضبوط ٬ اجتماعي او متفقه دريځ خپل كړي۔ د سرمشريزې غوندې په موقعه به دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د نسل كشۍ او په مقبوضه كشمي?? كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق ٬ د اسلامي نړۍ د يو والي ٬ په اسلامو ف??بي?? كښې د زياتوالي ٬ ترهګرۍ او د نړيوالو چېلنجونو په اړه د پاكستان دريځ وړاندے كوي۔ د غونډې په موقعه به دوهم وزيراعظم او خارجه وزير په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ??شر??نو او خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔
دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 4 او 5 مئي په ګيمبيا كښې د او آئي سي 15 مه سرمشريزه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ خارجه دفتر
Carnival Party Fever Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo