لاهور ۔4 جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پنځه ورځنۍ رسمي دوره چين ته روان شو۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې او رېونيو وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم ??ره دے۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ او د چين وزيراعظم لي كيانګ په خاص بلنه د جون له 4 نه تر 8مې نيټې د چين پنځه ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ د بیان له مخې چین ته د وزیراعظم دوره د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاؤ او د پاکستان او چین د ستراتیژیکو او اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره زياته مهمه ده۔ وزیر اعظم به د خپلې دورې په لومړي پړاؤ كښې د چین شينزن ښار ته ځي۔ وزيراعظم به د دواړو هېوادونو د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ترمينځه همكارۍ ته وده ور??ولو له د چين په شينزن ښتار كښې بزنس فورم كښې ګډون كوي۔ وزیرِ ا??ظم به د چینائي ون ونډو آپرېشن ليدلو له د نانشان ون ونډو او د هواوے هېډ کوارټرز دوره هم كوي۔ وزیراعظم به د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې بیجنګ ته ځي چرته به چې هغه د چين اعلی مشرتابه ??ره ملاقات كوي۔ وزیرِ ا??ظم به چينائي صدر شی جن پھنګ او خپل چينائي همڅنګ لی چیانګ ??ره ملاقاتونه كوي۔ وزیرِ ا??ظم به د چین او پاکستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ دې ??ره ??ره به هغه اعلی سركاري عهدېدارانو ٬ د بېلو كمپنيو مشرانو او چينائي سرمايه كارانو ??ره ملاقاتونه هم كوي۔ په بیجنګ كښې به وزيراعظم د عوامی یادګار (پیپلز مانومنټ) دوره هم كوي۔ وزيراعظم به د چين خپلې دورې په ور??ستي پړاؤ كښې د چين شيان ښار ته ځي چرته به چې هغه ځايي مشرتابه ??ره ملاقاتونو ??ره ??ره د چين د وزيراعظم د كركيلې په پرمختګ كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو مشاهده كولو له د ماډل فارمز او ګرين ټېكنالوجي كمپنيو دوره كوي۔ د دورې په مهال به د پاكستان او چين ترمين??ه نه يوازې د سي پېك په دويم پراؤ ٬ ستراتيجيكي همكارۍ بلكې د تجارت او سرمایه کارۍ، دفاع، قومی او سيمه ايزې سلامتيا٬ توان، خلائی تحقیق، سائنس و ټېکنالوجۍ، تعلیم او هنر او د كلتور په څانګو كښی همكارۍ ته په وده ور??ولو خبرې كولې شي۔ د بيان له مخې د وزير اعظم شهباز شريف دوره به دوه اړخيزه همكاري لا مثبت پلو رانوولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي
وزیراعظم شهباز شریف د چين په پنځه ورځنۍ دوره روان شو
फॉर्च्यून ड्रैगन प्रतिष्ठा सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری