اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) پاك??تا?? او آذربائیجان د توان ٬ تجارت، رابطو، دفاع او د اولس ترمینځه د اړیکو په شمول دوه اړخیز ګټورو همکاریو ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د دې عزم پخلے د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري او د پاك??تا?? په دوره راغلي د آذربائیجان صدر الهام عليوف ترمينځه ملاقات كښې وشو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د خپل آذربائيجاني همڅنګ هركلي كولو سره ووئيل دوه اړخيزه اړيكې د شريكې خوښې په بېلا ??ېل?? څانګو كښې د لا ??يا??ړې كېدو ګنجائش لري۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا ??يا??ړتيا لپاره د پاك??تا?? او آذربائيجان د اولس او سوداګرو ترم??نځ?? د لا زياتو منظمو رابطو په حاجت زور راوړو۔ ده د ګوادر بندر ځايې اهمیت په ډاګه كولو سره ووئيل د منځنۍ آسیا هېوادونه او آذربائیجان د دې د لارې سیمه ییزې سوداګرۍ، اتصال او سېلګرۍ ته وده وركولو سره سره د ګډې اقتصادي سوکالۍ په رامخې ته كولو كښې استفاده كولې شي۔ صدر مملكت د پاك??تا?? او آذربائیجان ترمينځه د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدل خوشبينه وګرځول۔ ده ووئيل د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدو سره به د تجارت ٬ سېلګرۍ ٬ معدنياتو ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ كلتور او د قانون او انصاف په څانګه كښې دوه اړخيزه همكاري لا فعاله شي۔ صدر مملكت ووئيل ختيزه نړۍ سوكالۍ پلو د تللو صلاحيت لري۔ پاك??تا?? د منځنۍ آسيا هېوادونو او آذربائیجان سره تلپاتې او نتيجه وركوؤنكې تړون په ځايې كول غواړي۔ په دې ??وقعه د آذربائیجان صدر الهام علیوف ووئيل پاك??تا?? او آذربائیجان په زړه پورې اولسي اړيكې لري ، دواړو هېوادونو له به اقتصادي اړيكې زياتولو له كاروباري اړيكو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل پاك??تا?? او آذربائیجان د تجديد وړ څانګه كښې په ګډه د كار كولو امكانات لټولې شي۔ وروستو صدر مملكت په ايوان صدر كښې د خپل آذربائيجاني همڅنګ او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړه۔ د مېلمستيا په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شریف، وفاقی وزيرانو ٬ پارليماني غړو ٬ سفارتكارو او خبريالانو ګډون وكړو۔
د پاکستان او آذربائیجان اړيكې په بيلو څانګو كښې لا پياوړې كيدې شي٬ صدر مملكت آصف علي زرداري
Treasure Tree Integrity Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea