اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د قامي اقتصادي سروے 23-2023 له مخې په سږني مالي كال كښې اېف بي آر د ښه كاركردګۍ څرګندونه كولو سره ټېكس ريونيو كښې 16.5 فيصده اضافه كړې۔ د اقتصادي سروے له مخې په درآ??دا??و كښې د كمي باوجود د مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې اېف بي آر 6210 اربه روپۍ محاصل راجمع كړي كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې په مقابل كښې 16 فيصده زيات دي، نوې مالي كال لپاره په اېف بي آر كښې به د اصلاحاتو او بهترۍ عمل جاري وي٬ د ټېكس بنياد به پراخه كوٶ٬ تر 31 مارچ اېف بي آر د 7 لكه نوې ټېكس وركوٶنكو هدف مقرر كړے ٶ كوم چې 9 لكه 12 زره 392 ته رسېدلے دے۔ پرائمری بېلنس كښې هم بهتري راغلې ده٬ د حسابات جاريه د كهاتو زيان كښې 76 فيصده بهتري راغلې ده، د تېر مالي كال د حسابات جاريه په كهاتو كښې زيات 13.7 ار??ه ډالره ٶ كوم چې د روان مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې 3.2 ار??ه ډالره كچې ته راغلې دے، د مالی كال په وړومبو 11 مياشتو كښې درآ??دا?? 51.2 ار??ه ډالره رېكارډ شوي كوم چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې 72.3 ار??ه ډالرو په مقابل كښې 29.3 فيصده كم دي، برآ??دا?? او ترسیلات زر كښې كمې راغلې دې۔
په سږني مالي كال كښې اېف بي آر د ښه كاركردګۍ څرګندونه كولو سره ټېكس ريونيو كښې 16.5 فيصده اضافه كړې۔ اقتصادي سروے
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará