تورغر۔6جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په تېر شوي وخت د افسوس په ځاي بايد سياسي مشرتابه او ادارې هېواد د پرمختګ په لاره روانولو له په ګډه کار وکړي ، د پرمختګ هغه سفر چې په 2013م کال کښې پيل شوے وو او په كال 2017ء كښې ختم شو يو وارے بيا بحالول دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د تورغر – بونېر لويې لارې ٬ بونېر- كړاكړ رابطه سرنګ او د تورغر بونېر آر – سي سي پل د بنياد تيګه اېښودو څخه وروستو قبائلي مشرانو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د وزيراعظم سلاكار انجينئر امير مقام، د مسلم ليګ (ن) مشر كېپټن (ر) محمد صفدر او د سيمې اولس او مشران په ګڼ شمېر كښې موجود وو۔ وزيراعظم په سيمه كښې د دانش سكول ٬ دوه كالجونو جوړولو او كاله ډھاكه ته د برېښنا وركولو منصوبې اعلان وكړو۔ وزيراعظم پاك??تا?? جوړولو او تربېلا ډېم لپاره د تور غر د اولس د پ??ار نيكه د زمكو قرباني وركولو ستائنه كولو سره ووئيل د دوئي قربانۍ د هېرولو نه دي۔ هېواد لپاره د قربانۍ وركوؤنكو اولاد پ?? مخاطب كېدو راته خوشحالي شوې۔ وزیراعظم ووئيل خېبر پښتونخوا د پاك??تا?? ښكلې صوبه ده كومې ته چې پاك پروردګار دنګ غرونه ٬ دريابونه او بلها نور وسائل وركړي دي٬ د دې ځايې اولس زيات خواري كښ دي۔ كه په تېر دور كښې دلته پرمختيائي كارونه شوي وو نو دا ښكلې سيمه به د پاك??تا?? او نړۍ په پرمختګ كړې سيمو كښې شمېرلې شوه خو د نواز شريف د زرين دور نه غېر د دې سيمې بزرګانو او شهيدانو له چا هېڅ نه دي كړې كومو چې پاك??تا?? لپاره د مال او ځان قرباني وركړې ده۔ وزيراعظم ووئيل په تېر وخت د افسوس كولو په ځايې دې څخه بايد زده كړه وكړې شي۔ ده وئيل باور لرم چې پاك??تا?? به ډېر زر په پرمختګ كړې هېوادونو كښې شامل شي خو شرط دا دے چې ټوله سياسي مشرتابه او د ټولو ادارو مشرانو په ګډه د هېواد د تقدير بدلولو عزم وكړي۔ وزیراعظم ووئيل كه مونږ خواري وكړو او ديانتدارۍ سره كار وكړؤ نو د قرضو اخستو حاجت به پاتے نه شي بلكې پاك??تا?? به قرضه وركوؤنكے هېواد جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل د قرآن مجېد د بې حرمتۍ په پېښه ټوله اسلامي نړۍ كښې غم او غصه موندلې شي۔ د دې په ضد احتجاج كول د اسلامي نړۍ حق دے۔ مونږ د پارليمان د ګډې غونډه رابللې ده دغسې چې نړۍ د دې ناوړه فعل په اړه خپلو جذباتو څخه خبر كړې شؤ او دا پېغام وركړؤ شي چې دا ډول كوم حركت به زغملے نه شي او ټوله اسلامي نړۍ د دې په ضد د يو فولادي دېوال په څير ولاړه ده۔ وزیراعظم ووئيل د پ?? نشتوالي د لاسه د تورغر اولس دوه نيم سو?? كلوميټر اضافي سفر كوي۔ دا پل بايد پ?? تېر دور كښې جوړ شوے وے۔ ده هدايت وكړو چې دا پل دې ?? درې كاله په ځايې په يو كال كښې جوړ كړے شي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د راروانو ټول ټاكنو څخه وروستو به د مسلم ليګ (ن) په حكومت كښې د دې پل پرانسته كولې شي۔ وزيراعظم په سيمه كښې د دانش سكول جوړولو اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل پاك??تا?? معاشي ستونزو څخه ويستلو له مو د مجبورۍ نه آئي اېم پروګرام واخست ولې چې دننه او بهر ناستو دښمنانو د پاك??تا?? د دېواليه كېدو دعاګانې كولې۔ وزيراعظم د چین، سعودی عرب، یو اے ای او قطر په شمول د ټولو ملګرو هېوادونو مننه وكړه كومو چې په سخت وخت كښې د پاك??تا?? مرسته وكړه۔ وزیراعظم په هېواد كښې د عسكري مشرتابه د مرستې هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل يو روح دوه قالبه سره به مخ په وړاندې ځو او هېواد به د پرمختګ په لاره روان شي۔ وزیراعظم د انجنیئر امیر مقام او کېپټن (ر) صفدر په غوښتنه په منطقه كښې د 2 کالجونو د جوړولو او كاله ډھاكه ته د برېښنا وركولو منصوبې منظورۍ هم اعلان وكړو۔ دې څخه وړاندې د وزراعظم صلاحكار ان??ین??ر امیر مقام او د مسلم لیګ (ن) لارښود کېپټن صفدر هم دستورې ته خطاب وكړو۔
هېواد د پرمختګ په لاره روانولو له به سياسي مشرتابه او ادارو له په ګډه کار كول وي٬ باور لرم چې پاكستان به ډېر زر د پرمختللې هېوادونو په صف كښې شامل شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په تور غر كښی د پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خطاب
V83D card game online entertainment APP
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا