اسلام آباد ۔16ستمبر (اے پی پی) د ا??لا??اتو او خپرونو نګران ??فاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د پاکستان ??شمول ټوله نړۍ کښې د خپرونو منظر نامه مخ په بدلېدو ده ٬ رېډيو پاکستان د ډيجيټل مائيګرېشن په اوږد سفر کښې ډير مهم پړاو??نه ترسره كړې دي٬ ريډيو پاکستان د ستونزو باوجود استقامت سره د پرمختګ خپل سفر روان ساتلے دے۔ د دې خيالاتو څرګند??نه ده د خالي په ورځ د هالېنډ په پلازمېنه امستردام کښې د راډيو ريسورس كنټرول اېنډ منېجمنټ په سرخط تابيا كړې شوي نړيوال كنفرنس ته د زوم د لارې خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نن په ريډيو پاكستان ??ښې د ډيجيټلائزېشن سفر روان دے٬ ريډيو پاكستان خپل ټول آركائيوز ډيجيټلائز كولو لپاره ګام??نه پورته كړي دي۔ ده ووئيل د ريډيو پاكستان خپرونې د نړيوال معيار لمخې كولو له مونږ دا ډي آر اېم ټېكنالوجۍ پلو روانې كړې دي۔ د ډي آر اېم ټرانسميټر نصبولو سره به د رېډيو پاكستان خپرونې د ګرد هېواد پ?? شمول ګاونډي هېوادونو ته هم ورسولې شي۔ مرتضی سولنګي وویل چې د ډي آر ایم ټیکنالوژۍ له امله به د راډیو پاکستان عملیاتي لګښت 40 سلنه راټیټ شي، دې ټیکنالوژۍ سره به یو ټرانسمیټر يو شمېر پروګرام??نه ترسيل كولې شي او دا به د بریښنا مصرف هم كم كړي۔ ده وویل دا به د قدرتي آفتونو په صورت كښې بېړنې الرټ هم جاري كولې شي۔ ده په پاكستان ??ښې د ډي آر اېم ټېكنالوجۍ نصبولو كښې په مرسته كولو د ډي آر اېم كنسور شيم په خاص توګه د چيئرپرسن ركزيندارا اوبريجار مننه وكړه۔ ده ووئيل دې تاريخي ګام سره به به د ريډيو پاكستان ??ه 76 كلن په زړه پورې او تاريخي سفر كښې يو نوے باب پرانستل شي۔ د ا??لا??اتو نګران ??فاقي وزير د ريډيو پاكستان ??وجوده ډي جي او د ډي آر اېم سټرينګ كمېټۍ ته په مضبوط عزم ٬ جذبه او خوارۍ مباركي وركولو سره ووئيل د دوئي د محنت او شوق په نتيجه كښې يو خوب په حقيقت بدليږي۔
د پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې د خپرونو منظر نامه مخ په بدليدو ده ٬ ريډيو پاکستان د ډيجيټل مائيګريشن په اوږد سفر کښې مهم پړاوونه ترسره كړې دي٬ وفاقي وزير مرتضی سولنګي
Buffalo Victory Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores