اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې نوے شروعات لپاره د ماضي په رويو او پېښو پېښمانه كېدل ضروري دي٬ د هاٶس كمېټي د يو سياسي ګوند د تحفظاتو ازالې او بيانيې لپاره نه بلكې د ايوان تقدس او د هاوس بيانيه مضبوطولو لپاره جوړه كړې شوې ده۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه ??ښې د خبرو په مهال ده ووئيل د بلاول بھټو زرداري په ښه تجويز سپيكر كمېټي جوړه كړې٬ دا كمېټي دې لپاره جوړه كړې شوې ده چې هاٶس په مناسب ډول وچلولې شي او د دې تقدس په ځاے وساتلے شي خو پرون چې كله د كمېټۍ ك??رو??ئي پېل شوه نو داسې محسوسېده چې دا د پي ټي آئي تحفظاتو لپاره جوړه كړې شوې ده٬ ده ووئيل دوه ورځې وړاندې په رامخې ته شوې پېښه ټولو احتجاج كړې او پي ټي آئي سره ئې د يوالي څرګندونه كړې٬ چا په پارلمان د بريد ملاتړ نه دې كړې خو د رائيو د اتفاق نه وروسته د كمېټۍ په غونډه ??ښې چې څه شوي ھغې سره ھغه روح متاثره شوې كومې لپاره چې كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ ده ووئي?? ما پرون د كمېټۍ غونډې په مهال احتجاج كړې او زه د ھغه كمېټۍ غړې جوړېدل نه غواړم ما په دې لړ كښې خپله پارټي خبر كړې چې بل څوك دې غړے جوړ كړے شي۔ ده ووئيل دا كمېټي خپلې بيانيې لپاره نه بلكې د هاٶس بيانيې او د هاٶس تقدس لپاره جوړه كړې شوې ده
نوے شروعات لپاره د ماضي په رويو او پيښو پيښمانه كيدل ضروري دي۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات