پاكستان يو ذمه وار نيوكليئر هېواد دے٬ټولو ګاونډيانو سره امن غواړي٬د امن نه بغېر معاشي استحكام او پرمختګ ممكن نه دے۔عطاﺀالله تارړ


اسلام آباد11جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو او قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ وئېلي دي پاكستان يو ذمه وار نيوكليئر هېواد دے٬ټولو ګاونډيانو سره امن غواړي٬د امن نه بغېر معاشي استحكام او پرمختګ ممكن نه دے٬مونږ د امن خوښي او د هېواد پرمختګ لپاره په كار كولو باور لرو۔ده دا خبره د نهې په ورځ ځايې هوټل كښې د قامي سلامتيا او خارجه پالېسۍ رپورټ اجرا دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل حكومت په تېرو دوو مياشتو كښې خارجه پالېسي ته پام لرنه كړې ۔ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار نيوكليئر هېواد دے٬نړۍ كښې زمونږ د اهميت څخه انكار نه شي كېدے۔وفاقي وزير ووئيل په دې اوسنيو كښې پاكستان 182 ووټونه اغستو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړے ټاكلے شوے كومه چې زمونږ د خارجه پالېسۍ يوه لويه كاميابي ده٬دا په نړيواله كچه زمونږ د اهميت عكاسي كوي۔ده ووئيل د ايران سره زمونږ پولې تړلې دې د تجارت پشمول نورو مهمو څانګو كښې د ايران سره اړيكې لرو٬دغسې د ايران اسرائيل كشمكش په مهال د ايران ارواښاد صدر پاكستان ته راغلے ؤ ٬موجوده سكيورټي او جيو پولټيكل صورتحال كښې دا ډېره لويه كاميابي وه چې د ايران ارواښاد صدر د پاكستان سره تجارتي حجم تر 10 اربه ډالرو رسولو اعلان كړے ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل په مينځني ختيز كښې هم زمونږ اهميت تسليمولې شي٬د مينځني ختيز هېوادونه مونږ خپل اتحادي ګڼو كوم چې زمونږ د كاميابې خارجه پالېسۍ عكاسي ده ۔ده ووئيل مونږ امن او ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړو۔د هنر مندو كسانو د قوت ذكر كولو سره د اطلاعات وزير ووئيل مونږ 68 فيصده په ځوانانو مشتمله آبادي لرو ٬ځوانان هنرمنده جوړولو ته پام لرنه كوو٬په دې اړه تكنيكي تعليم ته زمونږ پام دے دغسې چې مونږ د دې لوئې هيومن ريسورس ګټه خپلې خارجه پالېسۍ ته ورسوو او كله چې د معاشي سكيورټي خبره وي نو د دې څخه به مونږ ته معاشي ګټه رارسي۔ده ووئيل په كال 2014 كښې چې كله نه سي پیك شروع شو نو د چين صدر د 64 ارب ډالرو سرمايه كارۍ خبره كړې وه ۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف ديو نوي عزم سره چين ته لاړو ٬ د دې دورې مقصد د سي پیك د دوهم پړاؤ شروعات وو۔ده ووئيل پاكستان د آئي ټي څانګې يو لوئې ماركيټ دے٬د چين دورې په مهال د هواوے كمپنۍ استازو سره هم خبره شوې٬هواوے پاكستان كښې د سيف سټي دوه پروژې وړاندې نه تر سره كوي٬هواوے مونږ ته هر كال دوه لكه ځوانان د آئي ټي په څانګه كښې د تربيه كولو وړاندېز راكړے كومه به چې وړيا وي۔ده ووئيل مونږ سره ورك فورس او ټيلنټ موجود دے٬زمونږ آئي ټي برآمدات كښې اضافه كېږي۔ده ووئيل سباؤن د آئي ټي سره تړلے دے٬سكيورټي وي يا معيشت يا بليو اكانومي٬د ټولو بنياد په آئي ټي دے۔وفاقي وزير ووئيل د چين دورې په مهال د چين صدر او وزيراعظم مونږ ته وئېلي چې سي پېك اپ ګرېډډ ورژن پلو روان دے٬سي پیك اپ ګرېډډ ورژن كښې په ټېكنالوجي ايډوانسمنټ هم خبره شوې چې پاكستان د دې څخه ګټه ترلاسه كولو سره نړۍ ته كوم ډول ګټه رسولې شي۔ده ووئيل تر څو يو محفوظ ماحول نه وي تر هغه نه سرمايه كاري راتللې شي او نه معاشي استحكام او نه مونږ پرمختګ كولې شو او د دغې څخه خارجه پالېسي هم متاثره كېږي۔وفاقي وزير ووئيل د چين دورې په مهال د ګوادر پورټ پشمول د سكيورټي په په مسئلو هم خبرې شوي٬وزيراعظم د سكيورټي په اړه باور وركړے چې د چائنيز وګړو او وركرز سكيورټي به په ذاتي توګه باوري كوم ۔ده ووئيل چې كله د بشام پیښه رامخې ته شوه نو وزيراعظم پخپله د چين سفارتخانې ته لاړ او د چين سفير ته ئې د چينائي وګړو امنيت باور وركړو او بيا هغه بشام ته لاړو او چائنيز انجينئر او وركرز سره ئې ملاقات وكړو٬د هغوي د امنيت اندېښنې ئې لرې كړې او هغوي ته ئې د امنيت باور وركړو۔ده ووئيل سكيورټي او معاشي استحكام ته مونږ پام لرنه كوو ځكه چې مونږ پاكستان هغه ځائے ته رسول غواړو كوم چې د دې څخه وړاندې ؤ۔ده ووئيل د تېرو دوو مياشتو په مهال حكومت په خارجه پالېسۍ كښې د سنجيدګۍ مظاهره كړې٬مونږ ټولو هېوادونو سره ښې او پرامن اړيكې غواړو٬مونږ خپله معاشي بحالي غواړو۔د كلائميټ سكيورټي ذكر كولو سره ده ووئيل كلائميټ سكيورټي زمونږ د خارجه پالېسۍ لازمي برخه ده ٬په نړۍ كښې د كاربن په اخراج كښې زمونږ برخه 2 فيصده څخه هم لږه ده خو د دې 98 فيصد زيان څخه مونږ ځپلے كېږو ده ووئېل ٬په پاكستان كښې د سېلاب څخه د خلكو كورونه تباه شوي٬كركيلې تباه شوې٬ځناورو ته زيان رسېدلے خو په دې كښې زمونږ څه قصور دے؟كاربن اخراج كښې زمونږ برخه كمه ده۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د سېلاب په مهال پاكستان ته راغلے او د ځپليو سيمو دوره ئې كړې او مونږ نړۍ ته احساس وركړے چې دا زمونږ غلطي نه ده او د نورو هېوادونو له امله دې زيان سره مونږ مخ يو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د چين دورې په مهال بزنس فورم كښې 500 شخصيات ګډون كړے او د بي ټي بي مرستې په اړه خبره شوې٬مونږ نجي څانګه په هېواد كښې د سرمايه كارۍ پلو د راغب كولو ډاډګيرنه كوو٬مونږ سره ارزان ليبر موجود دے كوم چې د چين لپاره هم ګټور دے يعني چې كوم پیداواري لګښت چين كښې راځي د دې څخه كم مونږ دلته دركولې شو٬ ده ووئېل مونږ اسپېشل اكنامك زونز كښې د نجي څانګې لپاره ډېر مراعات لرو ۔ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې په پاكستان كښې انډسټري ولګي٬دلته څخه برآمدات كښې اضافه اوشي۔ده ووئيل دا مهال زمونږ كرنټ اكاؤنټ خساره هم تر رېكارډ كچ كم شوې٬زمونږ د زرمبادله ذخائر كښې هم اضافه شوې۔ده ووئيل مونږ ډيفالټ ته د رسېدو څخه نن دلته رارسېدلې يو كوم كښې چې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهم كردار دے۔ده ووئيل د حكومت د هڅو څخه هېواد تراوسه معاشي استحكام پلو روان دے٬ د روپۍ قدر مستحكم شوے٬د غېر ملكي زرمبادله ذخائر هم زيات شوي ٬ګراني كومه چې تېر كال 38 فيصد وه په كمېدو 11 فيصد ته راغلې۔ده ووئيل زمونږ اقتصادي اشاريې ښه والي پلو روانې دي۔ده ووئيل مونږ د خپلې خارجه پالېسۍ په سبب د ډيفالټ صورتحال څخه رابهر شوي يو ۔ده ووئيل مونږ چې چرته هم تللې يو مونږ د ټرېډ ناټ د اېډ خبره كړې٬مونږ مالي مرسته نه تجارت غواړو٬مونږ قرض نه سرمايه كاري غواړو ځكه چې مونږ سرمايه كاري په ګټه د بدلولو صلاحيت لرو۔ده ووئيل سرمايه كار راغب كولو كښې اېس آئي اېف سي لويې كردار دلري٬ټولې ادارې٬منسټريز او ډويژنز د يو چهت لاندې راغلي او سرمايه كارو ته ون ونډو آسانۍ وركړې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ ګاونډيانو سره د امن اړيكې غواړو٬زمونږ پالېسي كاروباري آسانيو ډاډګيرنه كوي دغسې چې سرمايه كارۍ او تجارت كښې اضافه اوشي او زمونږ خلق د دې څخه مستفيد شي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس