اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي د صنعتي څانګې پرمختګ او د مسئلو حل ته حكومت پام لرنه كوي ٬حكومت٬صنعتي څانګه او بزنس كميونټي په ګډه هېواد د پرمختګ او نمو په لاره روانولې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د اسلام آباد انډسټريل اېسوسي اېشن سوګند پورته كولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د خزانې وزير د اېسوسي اېشن عهديدارو څخه سوګند واخست۔په خپله وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل هېواد دا مهال معاشي چېلنجونو سره مخ دے خو زه باور لرم چې حكومت٬صنعتي څانګه او سوداګر ورورولي په ګډه هېواد د اقتصادي نمو او پرمختګ په لاره روانولې شي۔زمونږ دا هڅه ده چې په ښه نيت پالېسي سازي وكړی شي۔د خزانې وزير ووئيل په كال2018 كښې د پاكستان معيشت د نړۍ 24م لوي معيشت ؤ او دا به وئېلې كېدل چې ډېر زر د ګروپ 20 هېوادونو كښې شامل شي٬هغه مهال د پالېسي ريټ 6 فيصد ؤ ٬ ده ووئېل د خوراك څيزونو ګراني دوه فيصده او عمومي ګراني 4 فيصد وه۔د خزانې وزير ووئيل په پاكستان كښې استعداد موجود دے او انشاﺀ الله مونږ معيشت د استحكام په لاره روان كړے ٬ د كال 1998 اتومي چاودنو نه پس هم مونږ سخت صورتحال سره مخ وو خو هغه مهال هم مونږ د سخت دور څخه راوتلې وو٬نواز شريف پاكستان اتومي طاقت جوړ كړے او د هغه اتومي چاودنو پريكړه دانش مندانه او په وخت وه٬ ده ووئېل كه چرې پاكستان اتومي طاقت نه ؤ نو د نائن اليون نه پس هېواد سخت صورتحال سره مخ كېدے شو۔د خزانې وزير ووئيل د ليټر آف كرېډېټ مسئلې حل كوو او په دې كښې پېشرفت شوے ٬زمونږ هڅه ده چې د سوداګرو او صنعتي څانګې مسئلې اول حل كړی شي۔
د صنعتي څانګې پرمختګ او د مسئلو حل ته حكومت پام لرنه كوي ۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ