اسلام آباد۔17جنوری(اے پی پی) پاکستان د ایران لخوا د خپلو فضایي پولو په بې ساري ډول خلاف وزري په كلكه غندلو سره وئيلي دي چې د خپلواكۍ دا خلاف ورزي بېخي د قبلول?? وړ نه ده او ددې جدي عواقب رامخې ته كېدې شي چې ذمه وار به يۍ په بشپړه توګه ايران وي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيل شوي چې پاکستان د ايران لخوا د خپلو فضائي پولو د خلاف ورزۍ سخته غندنه كوي د كومې په نتيجه كښې چې دوه ماشومان مړه او درې انجونې ژوبل شوي دي۔ خارجه دفتر وئيلي دي چې دا نوره هم د اندېښنې وړ ??ه چې د پاکستان او ايران ترمېنځه د مواصلاتو د ګڼو چينلونو شتون باوجود دغه غيرقانوني عمل ترسره شوے دے۔ پاکستان په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو و??ارت اړوند لوړ پوړي چارواکي ته د دې پېښې په اړه سخت احتجاج کړے دے۔ دې سره سره د ایران د بهرنیو چارو و??یر هم د بهرنیو چارو و??ارت ته طلب كړے شوے دے دغسې چې د پاکستان د خپلواكۍ د دې ښكاره خلاف ورزۍ سخته غندنه وكړي او دا چې د دې د نتيجو مسئوليت به په بشپړ ډول د ایران په غاړه و??، پاکستان تل وئیلي چې ترهګري د سيمې ټولو هېوادونو لپاره مشتركه خطره ??ه چې مخنيوي له به يۍ بشپړه كارروائي كول وي٬ دا ډول يو اړخيزه كارروايۍ د ګاونډګيرۍ په زړه پورې اړيكو سره نه ښائي او دا دوه اړخيزه باور ته سخت زيان رسولې شي۔
پاکستان د ایران لخوا د خپلو فضایي پولو ښكاره خلاف ورزي په كلكه غندلې
Pheasant official entertainment link
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ