اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)د خز??نې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي په پاكستان كښې د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې پراخا استعداد موجود دے او د اټاليې سرمايه كارو له پاكستان كښې د آئي ټي او زراعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده ۔ده دا خبره د ګ?? په ورځ پاكستان كښې د اټاليه سفير ماريلينا ارملين سره ملاقات كښې وكړې۔په ملاقات كښې د پاكستان او اټاليې ترمينځه په مرسته او په پخوانو اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د اټاليې سفير هركلے وكړو او هغه ئې د پاكستان معاشي منظر نامې كښې د ښه والي په اړه خبر كړو۔د خز??نې وزير ووئيل سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان دے۔وفاقي وزير د حكومت سټريټجك اقدامات خاكه وړان??ې كړه او وې وئېل حكومت د ټيكس بنياد په پراخه كولو عمل كوي دغسې چې هغه طبقې ټيكس نيټ كښې راوستلې شي كومې چې ټيكس نه وركوي۔ده د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز(پي آئي اے)لويو هوائي اډو او بېلو سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ له د حكومتي عزم هم پخلے وكړو۔ده ووئيل حكومت چې كومه اقتصادي حكمت عملي ترتيب كړې په ??ې كښې د مرستې په ځاے سرمايه كارۍ ته ترجيح وركړې كېږي۔د خز??نې وزير د آئي ټي او زراعت په څانګو كښې د پاكستان په استعداد ه?? رڼا واچوله او وې وئېل د اټاليې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كول پكار ده ۔د اټاليې سفير د ډاډګيرنې وړ اشارو تائيد وكړو او د پاكستان په معيشت كښې د ښه والي لپاره اقدامات ئې وستائېل۔ده د اټاليې او پاكستان ترمينځه په خاص توګه ټيكسټائل٬مشينرۍ٬كركيلې او ډيري په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔د خز??نې وزير د اټاليې حكومت لخوا د پاكستان په پرله پسې ملاتړ د سفير مننه وكړه او د اټاليې سره د تل پاتي مرستې لپاره ئې د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔
د اټاليې سرمايه كارو له پاكستان كښې د آئي ټي او زراعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه په زړه پورې استفاده پكار ده ۔د خزانې وزير پاكستان كښې د اټاليې سفير سره ملاقات كښې خبرې
Mad Money Rollercoaster Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری