اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي په پريکټس اينډ پروسيجر ??رډ??ننس صدر مملکت لاسليك وكړو٬ ??رډ??ننس څخه به عدالتي عمل كښې لا سپېځلتيا راشي، د مقدمو سماعت به په ټاكلي وخ?? كېږي، كوم كېس چې وړومبے راځي د ھغې سماعت به وړومبے كېږي٬ ټول اصلاحات د اولس د ګټې له مخې شوي۔ د جمعې په ورځ خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين د روهي ګروپ چيئرمېن ملاقات شوے ٬ په دې موقع د پاك??تا?? او چين د روهي ګروپ ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت لاسليك شوے چې له مخې به ئې روهي ګروپ په پاک??تا?? كښې ټيکسټائل پارکس جوړوي٬ دې ګروپ د وړاندې نه په 21 مياشتو كښې د سي پېك له مخې ساهيوال کول پراجيکټ بشپړ كړے دے۔ده ووئيل دا ټيکسټائل پارکس به په سندھ او پنجاب صوبو كښې جوړولې شي چې پكښې به د چين د سلو نه زياتو كمپنو ته د خ??ل يونټس لګولو بلنه وركولې شي٬ په دې پاركس كښې به وړومبي پړاٶ كښې دوه اربه او په دوېم پړاٶ كښې به د 5 اربه سرمايه كاري كېږي۔ ده ووئيل ټيکسټائل پارکس كښې به هول سيل سينټرز هم جوړولې شي او په ځائي كچه به د دريو نه تر 5 لكه كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او د پاك??تا?? برامدات به هم زيات شي۔ پريکټس اينډ پروسيجرز ايکټ په اړه خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په پريکټس اينډ پروسيجرز ??رډ??ننس صدر مملکت لاسليك كړے، وفاقي کابينې د سرکوليشن سمرۍ د لارې د دې ??رډ??ننس منظوري وركړې وه۔ ده ووئيل د دې ??رډ??ننس له مخې به 184(3) كښې د راتلونكو كېسونو په اړه په تحريري توګه وئيلې شي چې دا د اولسي اهميت معامله ولې ده ؟، په دې لړ كښې به په رسمي توګه يو ارډر جاري كولي شي چې د 184(3) له مخې چې كوم كېس اخستے شوے نو په دې كښې داسې څه خبره ده چې دا د اولسي اهميت وړ كېس دے۔ ده ووئيل د ??رډ??ننس له مخې د 184(3) چې كوم هم آرډر سپريم کورټ پاس كوي د هغې په ضد د اپيل حق هم وركړے شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل د دې ??رډ??ننس له مخې چې كوم جج د كېس په مهال كومه خبره هم كوي د ھغې به ټرانسکرپټ تحرير كولې شي او دا ټرانسکرپټ به اولس لپاره موجود وي ٬ دې سره به په عدالتي عمل كښې زياته سپېځلتيا راشي او اولس به په باقاعده توګه واورولې شي چې د كېس په مهال كوم ريماركس پاس شوي ۔ ده ووئيل په آئيني پېكج كښې هم اولس ته د سهولت وركولو خبره شوې وه٬ ده ووئيل د ??رډ??ننس له مخې به هر كېس په ټاكلې موده كښې اورېدې شي۔ ده ووئيل د سپريم کورټ چيف جسټس په مشرۍ كښې پريکټس اينډ پروسيجر ايکټ له مخې يوه كمېټي جوړه شوې وه او په كښې دا پرېكړه شوې وه چې چيف جسټس به د دې مشري كوي او د اعليٰ عدليه يو جج او تھرډ سينئر ترين جج به په دې كښې موجود وي او دا كمېټي به كېسونه سماعت لپاره مقرر كوي٬ په دې كښې تبديلي شوې د٬ چيف جسټس به د کمېټۍ مشري وي٬ د اعليٰ عدليه جج به د دې غړې وي او په درېو غړو كښې به چيف جسټس د سپريم کورټ ججز كښې يو وخ?? په وخ?? شاملوي ٬ د دې سبب دا دے چې د درېم غړي د نشتوالي له امله به كېسونه تاخير سره مخ كېدل٬ ده ووئيل د 63 اے د نظرثانۍ كېس تر ننه التواء سره مخ دے٬ دا كېس سماعت لپاره نه دې مقرر كړے شوے٬ دا د قامي نو??يت معامله ده، په دې د نظرثاني په حواله څه نه څه پرېكړه پكار وه٬ دا د آئين او پارلمان سرلوړۍ او په هېواد كښې د انصاف نظام باوري كولو لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل دا ټول اصلاحات او بدلونونه د اولس د مفادو له مخې شوي او دې سره به په عدالتي عمل كښې لا سپېځلتيا راشي۔ صدر مملکت په ??رډ??ننس لاسليك كړے كوم چې يو سنګ ميل دے٬ دې سره به د عام پاک??تا??ي په ژوند كښې بهتري راشي او په عدليه كښې التواء سره مخ كېسونه ترسره كولو له به مرسته تر لاسه شي او په نړۍ كښې به زمونږ د عدليه رېنك هم ښه شي۔
پريکټس اينډ پروسيجر آرډيننس څخه به عدالتي عمل كښې لا سپېځلتيا راشي٬ د مقدمو سماعت به په ټاكلي وخت كېږي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ
फ्लेम मास्क मनोरंजन विश्वसनीय मंच
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2