اسلام آباد۔24ستمبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي وئیلي چې دا مهال زموږ تر ټولو مهمه ستونزه معيشت ده، باید د تفاهم له لارې د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړے شي، د ټاكنو حوالې ??ره مسئله دې د خبرو اترو له لارې هواره شي، د پاك پوځ د تعينات كېدو حوالې ??ره د اپوزيشن دريځ اورېدو كښې هېڅ حرج نشته٬ د آ??ين د حد دننه پاتې كېدو سره بايد ټول كارونه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره د مر??ې په مهال وكړه۔ ده ووئيل سېلاب او د كرونا وبا قدرتي آفتونه دي او پاكستان په دې كښې هيڅ لاس نه لري۔ صدر نړيوالې ټولنې ته خواست وكړو چې پاكستان كښې دسېلاب ځپليو مرسته وكړي۔ ده وئيل آ??ين چې ماته كومه ذمه واري سپارلې ??ه زه به د هغې له مخې كار كوم۔ اوس وخت راغلې چې مونږ كومې نتيجې ته ورسؤ۔ د وخت نه وړاندې د ټاكنو په اړه صدر ووئيل د ټاكنو په كولو كښې د كال نه كم وخت پاتې دې كه درې څلور مياشتې دا وړاندې وروستو كړې شي نو هېڅ مسئله نشته۔ ده ووئيل د خپل ملت د عظمت خ??ره بايد هر څوك وكړي ولې چې پخوا قائداعظم محمد علی جناح، ایوب خان،ذوالفقار علی بھټو او د بے نظیر بھټو په شمول سياسي مشرتابه د خپل ملت د عظمت خ??ره كړې ده۔ ده ووئيل زه ډېرې هیلې لرم، خو له مهمو هیلو څخه د ښځو د رول پراختیا، د ځوانانو تعلیم او د هېواد د خپلواکۍ د تصور ترویج ډېر مهم دے. ده ووئيل چې كه پاكستان كښې معياري تعليم وركړې شي او هېواد په ??كر كښې وده وكړي نو په نړۍ كښې به لوئ مقام ترلاسه كړي
زموږ تر ټولو مهمه ستونزه معيشت ده، باید د تفاهم له لارې د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړے شي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Gold Fortune Baccarat Game Card Official Platform
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا