اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره پاكستان كښې د چ??ن سفير نونګ رونګ د شورو په ورځ ??يد??ي دي ۔د ملاقات په مهال د سي پېك له مخې په جاري منصوبو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير د سي پېك د يو شمېر منصوبو په اهميت زور رواړلو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې د سي پېك منصوبې مخ په وړاندې بوتلل د اوسني حكومت عزم دے او د وزيراعظم د چ??ن كوونكې دورې څخه به د دې منصوبو اهميت لا زيات شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف راتلونكې دوره به په خ??ص توګه ځكه مهمه وي چ?? د چ??ن صدر شي جن پنګ په درېم ځل د چ??ن لارښود منتخب شوے او دا پاكستان لپاره د لوي ??عزاز خبره ده۔ وفاقي وزير د سي پېك په منصوبو چې پكښې اېم اېل ون پروجيکټ، د کراچي سرکلر رېلوے او د په بېلا بېلو څانګو لكه توان، انفارميشن ټيکنالوجي، زراعت، كلتور او نور شامل دي په اهميت هم زور رواړو۔ احسن اقبال ووئيل د بلوچستان خوشحالي د ګوادر پرمختګ سره تړلې ده او اوسنې حكومت به د سي پېك له مخې د ګوادر ټولې منصوبې بشپړوي۔ په دې موقع د چ??ن سفير د حكومت په خ??ص توګه د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنه كولو سره د مرستې باور وركړو۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم شهباز شريف به ډېر زر د چ??ن دوره كوي ??و د وزيراعظم دا دوره به ډېره د اهميت وړ وي، اوسني حكومت د اقتدار ترلاسه كولو سره د سي پېك په منصوبو د كار رفتار ګړندے كړے كومو ته چې چين ډبر اهميت وركوي
وفاقي وزير احسن اقبال سره د چين سفير نونګ رونګ وليدل
Crazy Pinball Machine Online Betting
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں