اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي بايد د انصاف سپيځلې عمل د لارې د عمران خان غلا٬مني لانډرنګ٬بدديانتي٬اثاثو كښې د اضافې او د دروغو سازشي بيانيې پلټنې وكړې شي٬پاكستان كښې د قانون حكمراني ده٬نن په هېواد كښې يو هم سياسي بنديوان نشته٬د عمران خان په دور كښې ټول سياسي قيادت په زندان كښې ؤ ۔ده د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل ??مران خان په خپلو مخالفينو تورونه لګولي او هغوي يې په زندان كښې اچولي وو او د د آرټيكل 6 كاروائي ئې پیل كړې وه ۔ده ووئيل كله څخه چې د عمران خان حكومت ختم شوے د هغه وخت نه تراوسه د هغه د اړخه بدديانتۍ وده موندلې٬عمران خان اول د امريكې سازش په اړه يو سائفر استعمال كړے اوس د هغې څخه په شا شوے ۔ده ووئيل ?? پاكستان عزت او وقار ته عمران خان زيان رسولے ٬هغه په زړه پورې هڅه كړی چې هېواد ډيفالټ شي۔دې سره سره عمران خان د پاك پوځ افسرانو په ضد هم ناوړه الفاظ استعمال كړي۔ ده ووئېل هغه سرلښكر ته د ټول عمري ايكسټينشن وركولو وړاندېز كړے ؤ ۔ده ووئيل ?? الېكشن كمېشن د پريكړې نه پس ثابته شوې چې هغه درغلي كړی٬ټول تورونه درست ثابت شوي چې په ??تي??ه كښې يې عمران خان نااهل شوے ۔ده ووئيل ?? آئي اېس آئي چيف د تقررۍ عمل چې پیل شو هغه وخت چې كوم معاملات روان وو هغه هم په رېكارډ دي۔ ده ووئېل تېره ورځ د عمران خان په ضد چې كوم سكينډل رامخې ته شوے په هغې كښې مهمه خبره دا ده چې د سعودي ولي عهد د ډالۍ په توګه ګهړۍ وركړی وه٬د ملګري هېواد د مشر ډالۍ عمر له د ځان سره ساتلې كېږي۔ د توشه خانې په رولز كښې هم د خپلې خوښې تراميم شوي٬ ده ووئېل بهر څخه چې كومې پيسې اخستلې شوې او كومې جمع كړی شوي د هغوي په نېټو كښې هم فرق دے ٬كومې روپۍ چې عمران خان د توشه خانې په اړه څرګندې كړی هغه په څه ډول پاكستان ته راغلي ٬ ده ووئېل په څو روپۍ سودا شوې٬عمران خان معامله عدالت ته د وړولو خبره كړې ٬ مونږ د هغه هركلے كوو ٬ دې سره به ټول څيزونه او رېكارډ به اولس ته په ډاګه شي
بايد د انصاف سپيځلي عمل د لارې د عمران خان غلا٬مني لانډرنګ٬بدديانتي٬اثاثو كښې اضافه او د سازشي بيانيې پلټنې وكړې شي۔د دفاع وزير خواجه آصف
Wealth Forging APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش