لاهور 10مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په تركيه او سوريه كښې د زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان ټاكلې موده كښې لیږ?? باوري كولو سره وئېلي دي تر 23 مارچ 2023 به په تركيه كښې د يخښنۍ څخه د بچ كېدو 50 زره خيمې ولېږلې شي٬ده د ??يم?? معيار باوري كولو لپاره تركيې ته د لېږلو نه وړاندې وړومبے د رينډم چيكنګ كولو هم سپارښتنه كړی۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په تركيه او سوريه كښې د زلزله ځپليو لپاره خاص د ??يم?? او نور د مرستې سامان زر تر زره ترسيل غونډه شوې۔په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك٬د خزانې وفاقي وزير٬د پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ وفاقي وزير او په تركيه كښې د پاكستان سفير بري??نګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول روانه مياشت تر 23 مارچ به تركيه او سوريه ته 34 پروازونه د مرستې سامان يوسي۔په دې پروازونو كښې د يخښنۍ څخه بچ كېدو له 50 زره خيمې٬ 38 زره كمبلې تركيې او 22 زره كمبل?? او 10 زره راشن پيكټس سوريې ته لېږلې شي۔غونډې ته ووئيل شول نن شپه به دوه مال وړونكې الوتكې 220 ټنه سامان سره تركيې ته روانې شي۔د دې نه علاوه(سبا)د خالي په ورځ د تركي?? او سوريه زلزله ځپليو لپاره به د پاكستان نيوي دوهمه سمندري بېړۍ هم روانېږي۔وزيراعظم د تركي?? او سوريې لپاره د مرستې سامان ټاكلي موده كښې د باوري كولو هم هدايت وكړو ۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬په تركيه كښې د پاكستان سفير او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔دغسې وزيراعظم شهباز شريف امر وكړو د خزانې وزارت د معاشي مسئلو باوجود د مرستې سامان پیداوار او ترسيل لپاره د ضرورت وسائل وركړي كوم چې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل اېن ډي اېم اے٬د خزانې٬د مصنوبه بندۍ وزير٬خارجه وزارت٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت او په تركيه او سوريه كښې د سفيرانو مننه وكړه څوك چې د زلزله ځپليو مرستې لپاره بشپړه هڅې كوي۔ده ووئيل په پاكستان كښې شتمند د زلزله ځپليو لپاره د زړه نه عطيات جمع كوي
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په تركيه او سوريه كښې د زلزله ځپليو لپاره د خيمو او نورو څيزونو زر تر زر ترسيل په اړه غونډه
Marmot Harvest APP download link
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا