اسلام آباد۔18اپریل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ ??پي??ر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې قرآن پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده او د دې په تعليماتو عمل كولو سره اسلامي نړۍ په پېښو چېلنجونو او ستونزو قابو موندلې شي٬ د قرآن كريم د ځانګړې نسخو نندارتون به زمونږ راتلونكې كول اسلامي اقدارو او رواياتو څخه خبر كړي٬ پاكستان ايران سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په قومي اسمبلي سېکرټرېټ كښې د آئین ګولډن جوبلی دستورو په لړ كښې د مرکز تحقیقات فارسی ایران و پاکستان او د ایرانی کلچر قونصلیټ په مرسته د قرآن پاك ځانګړې نسخو نندارتون په مهال وكړه۔ د قومي اسمبلۍ ??پي??ر ووئيل د رمضان المبارك په 27 مه روژه دا نندارتون د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د 1973 متفقه آئين په اسلامي او جمهوري اقدارو اډانه او قرآن او سنت سره بشپړه همغږي لري۔ په پاكستان كښې د ايران سفير سید محمد علی ووئيل ايران پاكستان سره په شريك اسلامي كلتور او رواياتو اډانه لرون??ې په زړه پورې اړيكې لري۔ ده د دې نندارتون په كولو د قومي اسمبلۍ ??پي??ر راجه پروېز اشرف مننه وكړه۔ وروستو د ميډيا استازو ته د يوې پوښتنې په ځواب كښې راجه پروېز اشرف ووئيل د ایران او سعودی عربستان ترمينځه اړيكې سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره مهمې دي۔ ده ووئيل په دې اړيكو ك??ې مثبت پېشرفت اسلامي نړۍ لپاره يو نېك فال دے۔
قرآن پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده٬ راجه پروېز اشرف
Mahjong Road 2 APP game website
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری