اسلام آباد۔3 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار س??ه د شورؤ په ورځ د امريكائي سفارت خانې ناظم الامور اېنډريو شوفر په فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے۔ اېنډريو شوفر د پاكستان امريكې سره په اقتصادي او تجارتي څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دغسې د خزانې وفاقي وزير هغه د هېواد اقتصادي وضعې په اړه خبر كړو او هغه سره يۍ هېواد ته په پېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔ ده امريكائي ناظم الامور مع??شت مستحكمولو٬ تلپاتې پرمختګ باوري كولو او د هېواد مع??شت لوړې كچې ته د رسولو مقصد ترلاسه كول?? له په دې وروستيو كښې د حكومت د سختو پرېكړو په اړه هم خبر كړو۔ د خزانې وفاقي وزير ناظم الامور ته د آئي اېم اېف روان پروګرام په اړه ه?? ووئيل او ده ته يۍ باور وركړو چې حكومت د دې پروګرم بشپړولو عزم لري۔ اېنډريو شوفر د هېواد معاشي استحكام لپا??ه د حكومت په پالېسيو او پروګرامونو د باور څرګندونه وكړه او د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو مخ په وړاندې بوتلل?? له يۍ خپل ملاتړ تكرار كړو۔ وفاقي وزير د ناظم الامور مننه كولو سره امريكې س??ه د اړيكو لا پراخه كول?? له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔
وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د امريكائي ناظم الامور اېنډريو شوفر ملاقات
Ultimate striker online entertainment portal
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز